Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

د مور او پلار قرض خلاصول پۀ اولاد باندې حق دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د کوهي د قيدي واقعه مونږه واوريدله، د دې نه يوه خبره دا هُم معلومه شوه چې مور او پلار وفات شي او پۀ هغوئي باندې قرض وي نو اولاد له پکار دي چې د هغوئي قرض ضرور ادا کړي۔ وګورئ چې هغه خوار د جَنَّت د حقدار کيدو باوجود هم پۀ کوهي کښې قيد وو۔ ولې؟ ځکه چې پۀ هغۀ باندې قرض وو او د اولاد د قرض ورکولو طرف ته هډو پام نۀ وو۔

ياد ساتئ چې د مور او پلار حقونه ډير زيات دي، دا هٰغه هستيانې دي چې د دوئي حقونه د وفات کيدو نه پس هم نۀ ختميږي۔ حديثِ پاک واورئ! د طبراني شريف حديث دے، د حضرت عبد الرحمان بن سَمُرَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، فرمائي: رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کوم کَس چې* د خپل مور پلار نه پس د هغوئي قَسم رښتونے کړي (مثلاً بابا جان يـې څۀ جائز قَسم خوړلے وو، د هغې د پوره کولو نه مخکښې وفات شو نو پۀ اولاد کښې چې کوم خوش قِسمته هٰغه قَسم پوره کړي) د هغوئي قرض ادا کړي * او د چا مور پلار ته پۀ بد وئيلو هغوئي ته بد نۀ وائي هغه د مور او پلار سره نيکۍ کولو والا ليکلے کيږي اګر که د هغوئي پۀ ژوندانۀ نافرمانه وو او * څوک چې د هغوئي قَسم پوره نۀ کړي * د هغوئي قرض ادا نۀ کړي * د نورو مور پلار ته پۀ بد وئيلو هغوئي ته بد ووائي، هغه به د مور او پلار نافرمانه ليکلے کيږي، اګر که هغه د هغوئي پۀ ژوندانۀ د هغوئي سره ښيګړه کوونکے وو۔([1])

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې د مور او پلار سره صرف د هغوئي پۀ ژوندانۀ نيکي نۀ دي کول بلکې د هغوئي د وفات نه پس هم د هغوئي حقونه ادا کول دي۔ د چا مور او پلار چې ژوندي دي، الله پاک دې هغوئي ته د ايمان او خير سره ډير ژوند ورکړي،


 

 



[1]...معجم اوسط، جلد:4، صفحہ:232، حدیث:5819۔