Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat
پۀ نيکو باندې به قرض ادا کولے شي
هُم د اِبنِ ماجه شريف حديثِ پاک دے، محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: که يو کَس پۀ داسې حال کښې مړ شي چې پۀ هغۀ باندې يو دِينار يا يو درهم قرض وي نو پۀ هٰغه ورځ کله چې به دِينار پکار نۀ راځي (يعنې د قيامت پۀ ورځ به) د هغۀ د نيکو پۀ ذريعه قرض ادا کولے شي۔([1])
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اندازه ولګوئ چې قرض اخستل خو بيا نۀ واپس کول څومره سخت جُرم دے۔ زمونږ سره خو وړومبۍ نيکۍ دي څومره۔۔۔؟ زمونږ نـمونځونه هيڅ هم نۀ دي * که سجدې کوو نو هغه هم پۀ غفلت کښې * روژې هُم صرف فرض نيسو، هغه هم هٰغه خلق کوم يـې چې نيسي نو هغوي يې نيسي ، د نفلي روژو عادت مو نشته * تهجد مونږ نشو کولے * د نفلونو ادا کولو عادت مونږ نۀ لرو * د دُنيا حِرص، د مال طلب مونږ پۀ زړۀ کښې کور کړے دے، ورځ پۀ مال ګټلو کښې تيره شي، شپه پۀ غفلت کښې تيره شي۔ څۀ پۀ اخوا ديخوا کښې لږې شان نيکۍ پۀ ټوله ورځ کښې وګټو۔ هغه هم چې څنګه وي، بس الله پاک دې کرم اوکړي۔ پۀ داسې حالت کښې که د قرض ادا کولو نه بغير د دُنيا نه رخصت شو او د قيامت پۀ ورځ باندې زمونږ نيکۍ د چا نه چې مو قرض اخستے وي هغوئي له ورکړے شوې او د هغۀ ګناهونه پۀ مونږ پسې حساب کړے شو نو سوچ اوکړئ چې زمونږ به څۀ کيږي۔۔۔؟ آه! پۀ اعمال نامه کښې نيکۍ د مخکښې نه کمې دي، نورې به هم کمې شي يا کيدے شي چې ختمې شي۔ آه! پۀ داسې حالت کښې به جَنَّت ته څنګ ځو۔۔۔؟
مِرے سر پہ عِصیاں کا بار آہ مولیٰ! بڑھا جاتا ہے دم بدم یاالٰہی
مجھے نارِ دوزخ سے ڈر لگ رہا ہے ہو مجھ ناتُواں پر کرم یاالٰہی