Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat
ضرورت مطابق قرض اخلو نو د هغې د واپس کولو پوخ نيت هم اوکړو۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د الله پاک مدد به مو نصيب کيږي او پۀ وخت باندې به مو د قرض ورکول هم نصيب شي۔
د قرض پۀ باره کښې يو څو ښۀ عادتونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اِمامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قرض پۀ باره کښې يو څو ښۀ عادتونه ليکلي دي، مونږ ته پۀ ژوند کښې د قرض اخستو ورکولو ضرورت پيښيږي۔ دا يو څو ښۀ عادتونه د خپل ژوند حصه جوړه کړئ! يعنې د قرض پۀ معامله کښې خپل دا يو څو اُصُول جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! برکتونه به مو نصيب شي۔ ښۀ عادتونه دا دي:
(1): څوک چې درله قرض درکوي هغۀ له تکليف مۀ ورکوئ! بلکې پخپله د هغۀ خوا له ځئ او قرض ورکوئ! ورسره د هغۀشکريه هم ادا کوئ! چې تاسو پۀ مشکل وخت کښې زما مدد اوکړو، الله پاک دې تاسو ته د دې بدله در عطا کړي۔ د الله پاک د خوږ نبي مکّي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: خَیْرُکُمْ اَحْسَنُکُمْ قَضَآءً يعنې پۀ تاسو کښې بهترين کَس هغه دے کوم چې پۀ ښه طريقه ادائيګي کوي۔
(2): کله چې د پيسو انتظام وشي نو د ټاکلے شوي وخت انتظار مۀ کوئ! فوراً يـې واپس کړئ!
(3): فرض کړئ که قرض درکوونکے مو ويروي ترخوي، ستغې سپورې درته وائي، نو د هغۀ سره د نيغيدو جګړې بد ماشۍ وغيره کولو نه ځان ساتئ! بلکې هغه معاف کړئ! روايت دے: چي رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د چا نه قرض قبول کړو۔
سُبْحٰنَ اللہ! د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم انداز هم ډير نا اشنا دے۔ څوک چې د دواړو جهانو مالک دے، د زمکې د ټولو خزانو کنجيانې چې چا ته عطا کړے شوې دي، د چا د دروازې نه چې سوالګرے چرې هم خالي لاسونه نۀ ځي، ټول ترينه ډکې جولۍ ځي، يواځې پۀ دُنيا کښې نۀ بلکې که د اخرت نعمت هم دلته وغواړي! انکار نۀ کوي، عطا