Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

د نيکو ورکولو او د قرض ورکوونکي ګناهونه پۀ خپل سر د اخستو نه بچ شو۔

فرښتے مقررې کړے شي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قرض پۀ باره کښې دلته يو خرابي دا هم ده چې خلق قرض خو واخلي خو د واپس کولو يـې پخه اِراده نۀ لري۔ ظاهره ده کله چې د پيسو ضرورت وي، بيا خو صرف بس هم يو ارمان وي چې د چرته نه قرض ميلاؤ شي، که هر څنګه وي خو چې ميلاؤ شي خو واپس کول کله دي؟ څنګه واپس کول دي؟ آيا واپس کول هم دي که نۀ؟ پۀ دې خبرو باندې غور بعضې وخت نۀ کيږي۔

دا انداز هم صحيح نۀ دے۔ بے شکه قرض اخستل جائز دي، ګناه نۀ ده البته! د ژوند دا اُصول جوړول پکار دي چې قرض صرف او صرف هٰغه وخت اخلئ، کله چې بله څۀ لار نۀ وي او هم هٰغه همره اخلئ څومره چې مو ضرورت وي، بيا پۀ وخت باندې د واپس کولو پوخ نيت هم کوئ او د هغې د پاره پوره کوشش هم کوئ۔ د خوږ نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد مبارک دے: مَنِ‌ادَّانَ ‌دَيْنًا ‌وَهُوَ ‌يُحَدِّثُ ‌نَفْسَهُ ‌بِقَضَائِهِ اَعَانَهُ ‌اللهُ ‌عَلَيْه يعنې څوک چې قرض واخلي او د هغۀ نيت د قرض ادا کولو وي نو د قرض د ادا کولو په لړ کښې به الله پاک د هغۀ مدد فرمائي. ([1])

د قرض ادا کيدلو غيبي ذريعه

     پۀ بخاري شريف کښې حديثِ پاک دے، محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بني اسرائيلو د يو کَس واقعه بيان کړه، اوئې فرمائيل: د بني اسرائيلو يو کَس وو، هغۀ د چا نه  زر [1000] ديناره قرض وغوښتو۔ مخامخ کَس ووئيل: څوک ګواه راوله! قرض اخستونکي ووئيل: الله پاک د ګواهۍ د پاره کافي دے۔ قرض ورکوونکي ووئيل: څوک ضمانتي راوله! هغه بيا ووئيل: هُم د الله پاک ضمانت کافي دے۔ قرض ورکوونکي ووئيل:


 

 



[1]... الترغیب و الترہیب للاصبہانی، جلد:1، صفحہ:614، حدیث:822۔