Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat
د چا مور او پلار چې وفات شوي دي، الله پاک دې هغوئي ته د خپلو وفات شوو مور او پلار د حقونو د ادا کولو توفيق ورعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! قرض زمونږ پۀ معاشره کښې ډيره عامه معامله ده۔ ډير پۀ مشکله به داسې کَس وي کوم چې پۀ ژوند کښې چرې هم د قرض لين دَين نۀ وي کړے۔ تقريباً هر څوک د ضرورت له وجهې قرض اخلي يا ورکوي۔
بيا چې دا معامله څومره عامه ده، هٰغه همره اهمه هم ده۔ د قرض پۀ بنياد باندې پۀ معاشره کښې لوئي لوئي فسادونه هم کيږي * جنګونه کيږي * جګړې کيږي * عزتونو ته نقصان رسولے کيږي * بعضې وخت خو معامله قتل ته هم ورسي۔ ځکه د قرض معامله ډيره اهمه ده، دا پۀ سنجيدګۍ سره اخستل پکار ده۔
تاسو پۀ دې باندې لږ داسې غور اوکړئ! چې د قرآنِ کريم چې د ټولو نه کوم لوئي آيت مبارک دے، هغې ته آيتِ مُدَايَنَه وئيلے شي۔ پۀ دې آيت مبارک کښې د قرض معاملې داسې بيان کړے شوې دي۔ د دې آيت مبارک يوه حصه واورئ! ارشاد دے:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا تَدَایَنْتُمْ بِدَیْنٍ اِلٰۤى اَجَلٍ مُّسَمًّى فَاكْتُبُوْهُؕ- (پارہ:3، سورۀ بقرہ:282)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ایمان والؤ چې کله تاسو د يو ټاکلي وخته پورې د يو قرض ورکړه راکړه اوکړئ نو هغه وليکئ۔
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د الله پاک پۀ مونږه باندې څومره رحمت دے چې زمونږ د امروزه دې عامې معاملې له دومره اهميت ورکړے شو چې پۀ دې باندې د قرآنِ کريم