Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat
وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: نَفْسُ الْمُؤْمِنِ مُعَلَّقَةٌ بِدَيْنِهِ، حَتَّى يُقْضَى عَنْهُ يعنې اِنسان د خپل قرض پۀ وجه زوړند وي، تر دې چې د هغۀ قرض ادا کړے شي۔([1])
علامه علي قاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک پۀ شرح کښې فرمائي: قرضدارے که د قرض ادا کولو نه بغير وفات شي نو د هغۀ رُوح قيد کړے شي او هغه پۀ عالَمِ برزخ کښې د الله پاک د نيکو بندګانو د روحونو سره نۀ يو ځائے کولے کيږي او نۀ هغه ته د جَنَّت د سيل اِجازت ورکړے کيږي۔ آؤ! که څوک د هغۀ قرض ادا کړي نو هغه ته ازادي ميلاؤ شي۔([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته پۀ بعضې علاقو کښې يو غلط رَسم دے، کوم ته چې رُوح وِدَاع کول وئيلے شي۔ نظريه د خلقو دا ده چې د وفات کيدو نه پس د بنده رُوح هُم پۀ کور کښې اخوا ديخوا ګرځي راګرځي۔ لهذا د وفات نه څه ورځې پس که رُوح وِدَاع [يعنې رخصت] نۀ کړے شي نو رُوح هم دغه شان اخوا ديخوا ګرځي راګرځي۔ دا صرف د جهالت رَسم دے۔ رُوح خو چې څنګه قبض شي، هغه له چې چرته تلل وو، لاړو * د چا رُوح د اسمانانو طرف ته بوتللے شي * د چا رُوح هُم پۀ زمکه کښې چرته پۀ يو ځائے کښې قيد کړے شي۔ رُوح چرته هم اخوا ديخوا نۀ ګرځي راګرځي۔ آؤ! د رُوح د وِداع کولو پۀ ځائےکه چرې مونږ رُوح ازاد کړو نو دا ډير ښۀ کار دے۔ يعنې انسان وفات شو، بيا د رُوح وَدَاع کولو وغيره بدعتونو پۀ ځائے که پۀ هغۀ باندې قرض وي نو قرض ادا کړئ! د هغۀ سره ښيګړه اوکړئ! د دې پۀ برکت به د هغۀ رُوح د قيد نه ازاد شي او پۀ عالَمِ برزخ کښې به ارام ومومي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زمونږ به هُم د دې برکتونه نصيب شي۔