Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat
د ټولو نه لوئي آيت مبارک نازل کړے شو او زمونږ د معمول پۀ معامله کښې يـې دومره پۀ تفصيل سره زمونږه راهنمائي وفرمائيله۔
د قرض اخستونکي جنازه يـې اونکړه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! قرض ډيره اهمه معامله ده، اګر که دلته ورله خلق ډير اهميت نۀ ورکوي، قرض اخستو له ډير اهميت ورکوي، کله چې اخستل وي نو منت زاري هم کوي، عزت هم کوي، بعضې خلق خو د خوشامندۍ نه هم کار اخلي خو قرض واپس کولو ته خاص پام نۀ کوي۔ ياد ساتئ چې قرض اخستل، بيا پۀ وخت باندې نۀ ورکول ډير سخت جُرم دے۔
د بُخاري شريف پۀ حديثِ پاک کښې دي: حضرت سلمه بن اَکوَع رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: مونږ پۀ بارګاهِ رسالت کښې حاضر وو، * يوه جنازه راوړے شوه، عرض اوکړے شو، يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د دې کَس جنازه اوکړئ! اوئې فرمائيل: آيا پۀ دۀ باندې قرض شته؟ عرض اوکړے شو: نا۔ پوښتنه يـې اوکړه: دۀ مال پريښودے دے؟ ووئيلے شو: نا۔ بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هٰغه کَس جنازه اوکړه۔ * بيا يوه بله جنازه راغله، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا پوښتنه اوکړه: آيا پۀ دۀ باندې څۀ قرض شته؟ عرض اوکړے شو: آو جي۔ پوښتنه يـې اوکړه: آيا دۀ څۀ مال پريښودے دے؟ ووئيلے شو: آؤ جي! درې ديناره يـې پريښودي دي۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغۀ جنازه هم اوکړه۔ * بيا د دريم کَس جنازه راوړے شوه، پوښتنه اوکړے شوه: آيا دۀ څۀ پريښودي دي ؟ ووئيلے شو: نۀ يـې دي پريښودي۔ پوښتنه اوکړے شوه: آيا پۀ دۀ باندې قرض شته؟ ووئيلے شو: آؤ جي! پۀ دۀ باندې درې ديناره قرض دے۔ وفرمائيلے شو: بس بيا هم تاسو د دې خپل ملګري جنازه اوکړئ! حضرت ابو قَتَاده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حاضر وو، عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د دۀ قرض به زۀ ادا کړم۔ پۀ دې اوريدو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغۀ جنازه اوکړه۔([1])