Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

پيرے يـې که انسان؟ پۀ تخته باندې ناست کَس ووئيل: زۀ انسان يم۔ پوښتنه يـې اوکړه: د کوم ځائے اوسيدونکے يـې؟ اوئې وئيل: زۀ د اَنطَاکيه اوسيدونکے يم۔ معامله داسې ده چې پۀ ما باندې قرض وو۔ د قرض ورکولو نه بغير زۀ وفات شوم۔نو پۀ هٰغه جُرم کښې زۀ دلته قيد کړے شوے يم۔ پۀ اَنطَاکيه کښې زما اولاد دے، هغوئي زما قرض نۀ ادا کوي۔ پۀ دې اوريدو هٰغه کَس بهر راووتو او خپلو دوستانو ته يـې ووئيل: ډيره اهمه مسئله ده، راځئ چې وړومبے دا مسئله حل کړو، بيا به د الله پاک پۀ لار کښې سفر کوو۔

بيا دا يو څو دوستان د اَنطَاکيه طرف ته روان شو۔ نور لښکر د الله پاک پۀ لار کښې پۀ سفر روان شو۔ دا خلق اَنطَاکيه ته ورسيدل، د هٰغه کوهي د قيدي اولاد يـې ولټولو، د هغۀ ځامنو ته يـې ټوله معامله بيان کړه۔ هغوئي ووئيل: هغه واقعي چې زمونږ والِد صاحب دے۔ پۀ دې وئيلو هغوئي خپله زمکه خرڅه کړه او ټول قرض يـې ادا کړو۔ د هٰغه کَس د قرض ادا کيدو نه پس دوئي بيا د هٰغه کوهي خوا له راغلل نو پۀ دې ليدو هغوئي ډير حيرانه شو چې هلته د لرې لرې پورې د کوهي نخښه نخښانه هم نۀ وه۔ هغوئي ډير حيران شول۔ شپه يـې هم هلته تيره کړه۔ د شپې چې اودۀ شو نو پۀ خوب کښې يـې هم هٰغه کَس راغلو او اوئې وئيل: اے د الله پاک د لارې مسافرو! الله پاک دې تاسو ته بهترينه بدله درعطا کړي۔ ستاسو د کوشش او خير خواهۍ پۀ وجه چې کله زما ځامنو قرض ادا کړو نو زما رَبِّ کريم ما ته د کوهي د قيد نه نجات راعطا کړو او د جَنَّت پۀ اعلیٰ درجو کښې يـې ځائے هم راعطا کړو۔([1])

 د وفات شوو سره ښيګړه کوئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې عبرتناکې واقعې نه مونږ ته ډير څۀ د زدکړې د


 

 



[1]...عیون الحکایات، الحکایۃ السابعۃ و التسعون بعد الثلاثمائۃ، صفحہ:341-342۔