Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

ورته قرض واپس کړو۔

قرض ورکول هم ثواب دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا يو څو روايتونه مونږ بيان کړل، پۀ دې کښې د قرض اخستو آداب بيان کړے شوي دي۔ مونږ له د قرض ورکولو عادت هم جوړول پکار دي۔ چا له چې الله پاک وَس ورکړے وي هغۀ له پکار دي چې خلقو له قرض ورکوي۔

د ټولو اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د معراج پۀ شپه ما د جَنَّت پۀ دروازه ليکل وليدل چې د صدقې ثواب 10 چنده دے او د قرض 18 چنده۔([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے روايت دے، يو طرف ته صدقه ده او بل طرف ته قرض ورکول دي۔ د مثال پۀ توګه يو کَس غريب وو، مونږ هغۀ له د صدقې پۀ توګه 500 روپۍ ورکړې۔ د هغې هم ډير ثواب دے۔ د صدقې د ثوابونو شميرل ګران دي۔ بل طرف ته دا چې مونږ چا له 500 روپۍ د قرض پۀ توګه ورکړې۔ د جَنَّت پۀ دروازه باندې ليکلي شوې دي: د صدقې ثواب 10 چنده دے نو د قرض ورکولو ثواب 18 چنده دے۔

مونږ له هُم پکار دي چې خلقو له قرض ورکوو! دلته خلق پۀ دې باره کښې د شومتوب نه کار اخلي۔ الله پاک مال راکړے دے، پيسې  هم موجودې دې، حاجت مند قرض هُم غواړي، مونږ يـې ورکولے هم شو خو د دې باوجود يـې نۀ ورکوو۔ الله پاک دې مونږ له لوئي زړۀ راکړې۔ خلقو له قرض ورکول پکار دي۔

د صدقې ثواب

پۀ حديثِ پاک کښې دي: څوک چې چا مسلمان له دوه ځله  قرض ورکړي هغۀ ته به د دواړو ځله  ورکړے شوي قرض پۀ بدله کښې هم هٰغه همره رقم يو ځل د صدقه کولو


 

 



[1]...ابن ماجہ، کتاب الصدقات، باب القرض، صفحہ:389، حدیث:2431۔