Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

ثواب ميلاؤيږي۔([1])

تنګدست  له مهلت ورکوئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قرض ورکولو پۀ باره کښې يوه نيکي دا هم ده چې که قرضدارے مجبوره وي، د هغۀ سره پيسې نۀ وي نو هغۀ له دې مهلت ورکړے شي۔ بلکې که ممکن وي نو ټول يا څۀ قرض دې معاف کړے شي۔ پۀ قرآنِ کريم کښې دي:

وَ اِنْ كَانَ ذُوْ عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ اِلٰى مَیْسَرَةٍؕ- (پارہ:3، سورۀ بقرہ:280)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او که مقروض تنګدسته وي نو هغۀ ته د اسانۍ پورې مهلت ورکړئ۔

خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې دا خبره خوښوي چې د هغۀ دعاګانې قبولې شي او پريشانۍ يـې ختمې شي نو هغۀ له پکار دي چې تنګدسته له مهلت ورکوي۔([2])

معافي ورعطا کړے شوه

پۀ نسائي شريف کښې حديث دے: رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: يو کَس کوم چې چرته څۀ ښۀ عمل نۀ وو کړے، خلقو له به يـې چې قرض ورکولو نو خپل نوکر ته به يـې وئيل چې قرض دارے چې څۀ پۀ اسانۍ سره درکوي هغه ترينه اخله او پۀ څۀ کښې چې قرض داري ته مشکل وي هغه پريږده او سترګې پرې پټوه کيدے شي چې الله پاک مونږ معاف کړي۔

کله چې هغه وفات شو نو الله پاک هغۀ ته وفرمائيل: آيا تا چرته څۀ ښۀ عمل کړے دے؟ نو هغۀ عرض اوکړو، نا، خو زما يو غلام وو او ما به خلقو له قرض ورکولو، کله چې به ما هغه د قرض غوښتو د پاره ليږلو نو هغۀ ته به مې وئيل چې څۀ پۀ اسانۍ سره ميلاؤ


 

 



[1]...ابن ماجہ، کتاب الصدقات، باب القرض، صفحہ:389، حدیث:2430۔

[2]...مسند امام احمد، جلد:3، صفحہ:82، حدیث:4852۔