Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat
* د نيکئ دعوت ورکول، پۀ دې لاره کښې سخته تيرول د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي، * د دِين کار پۀ سختو تيرولو، پۀ قربانو ورکولو کيږي * انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام * صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم * نيکان خلق به د نيکۍ د دعوت ورکولو د پاره د خپلو کورونو نه وَتَل * لرې پرتو علاقو ته به تلل * هجرت به يـې کولو او سخته به يـې تيروَله او د دين پيغام به يـې عام کولو * د مخکښينو خلقو پۀ قربانو مونږ ته دِين رارسيدلے دے
د عاشقانِ رسول ديني تنظيم دعوتِ اِسلامي هم پۀ دې لاره باندې روان دے * پۀ ټوله دنيا کښې د دِين د پيغام عام کولو د پاره پۀ لکونو عاشقانِ رسول د مَدَني قافلو پۀ شکل کښې ملک ملک، ښار ښار، کلي کلي ته ځي او د نيکۍ دعوت عام کوي * د قافلو پۀ برکت باندې ډير کافران د کلمې وئيلو سره مسلمانان شوي دي * د لکونو پۀ ژوند کښې د نيکو سپرلے راغلے دے * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د 3 ورځو، 12 ورځو، يوې مياشت او د 12 مياشتو قافلې سفر کوي۔
تاسو هم پۀ مَدَني قافله کښې سفر وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * بيمارۍ به درنه لرې شي * د تنګدستۍ نه به نجات حاصل شي * پۀ رزق کښې به مو برکت نصيب شي * دعاګانې به مو قبولې شي * د کور جنګ جګړې، ناجائز مقدمې به مو ختمې شي * د نيکانو خلقو صحبت به مو نصيب شي * پۀ سُنتو باندې د عمل کولو، د نيک جوړيدو او د ګناهونو نه د بچ کيدو ذِهن به مو جوړ شي * د دُنيا او د اخرت خيرونه به مو نصيب شي۔
بلکې اوس خو د قافلې مياشت جاري ده۔ يعنې د مرکزي مجلسِ شوریٰ د طرف نه د نومبر مياشت د قافلې مياشت۔ پۀ توګه د نمانځلو اِعلان شوے دے۔
قافله دِيني کار دے، د نيکۍ کار دے، نيک کارونه کول پکار دي، البته! پۀ دې مياشت کښې پۀ خصوصي توګه پۀ قافلو کښې ډير خلق سفر کوي۔ تاسو هم پۀ دې کښې پوره برخ واخلئ! پخپله هم د قافلې مسافر جوړ شئ! خپلو ځامنو، وروڼو، خپلوانو او دوستانو وغيره له هم ترغيب ورکړئ او پۀ قافلو کښې پرې سفر اوکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د