Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

کيږي به ورته۔

کس چیز کی کمی ہے مولیٰ تیری گلی میں                                   دُنیا تیری گلی میں عقبیٰ تری گلی میں

د چا شان چې داسې دے، نو هغۀ ته د قرض اخستو څۀ حاجت دے۔۔۔؟ خو د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک ژوند زمونږ د پاره بهترينه نمونه ده۔ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قرضونو لين دين هم وفرمائيلو د پاره د دې چې زمونږ پۀ شان د غريبانانو د پاره دا سبق شي۔

خير! خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د چا نه قرض قبول کړو۔ د واپسۍ موده ټاکلے شوې وه۔ کله چې موده پوره شوه نو هٰغه کَس حاضر شو۔ هٰغه وخت محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قرض ورکولو پۀ حالت کښې نۀ وو۔ نو هٰغه کَس سختې خبرې شروع کړې۔ صحابه کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم چې کله وليدل چې يو بنده د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ حضور کښې د ګستاخۍ پۀ لـهجه کښې خبرې کوي نو صحابۀ پۀ هغۀ پسې ورپاڅيدل، خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: دَعُوْہٗ فَاِنَّ لِصَاحِبِ الْحَقِّ مَقَالًا يعنې دا پريږدئ ولې چې حق دار ته د خبرو کولو حق حاصل وي۔([1])

سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلے سيرت! څۀ يـې وفرمائيل: اِنَّ لِصَاحِبِ الْحَقِّ مَقَالًا يعنې بے شکه حق دار ته د خبرو حق حاصل وي۔ پۀ دې سبق مونږ ته هم پۀ ژوند کښې عمل کول پکار دي! مونږ له د چا پيسې  ورکول وي، بيا که مونږ ته هغه ستغې سپورې وائي، دباوونه او ګواښونه کوي۔ يقيناً چې هغۀ له داسې نۀ دي کول پکار، د نرمۍ نه کار اخستل پکار دي، البته! پۀ مونږ باندې دا لازم دي چې مونږ بد تميزي نۀ کوو، بد ماشي نۀ کوو بلکې پۀ خاموشۍ سره د هغۀ ستغې سپورې واورو او هغه معاف کړو او پۀ ښه طريقه


 

 



[1]...احیاء العلوم، کتاب آداب الکسب...الخ، الباب الرابع فی الاحسان...الخ، جلد:2، صفحہ:104-105۔