Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

تۀ رښتيا وائې۔ بيا هغه د واپسۍ نيټه مقرر کړه او زر [1000] ديناره يـې هغۀ له قرض ورکړۀ!

بيا دې کَس قرض واخستو او د سمندر نه بل اړخ ته د کار د پاره لاړو، هلته يـې کار کولو، کله چې مقرر شوې نيټه رانزدې شوه نو دا بيا د سمندر غاړې ته لاړو، کتل يـې چې کشتۍ راته ميلاؤ شي، زۀ پۀ هغې کښې کښينم او زر ورسم او پۀ ټاکلے شوي وخت باندې قرض واپس کړم۔ ډير وخت يـې د کشتۍ انتظار اوکړو خو کشتۍ ميلاؤ نۀ شوه۔

(د هغۀ نيت پوخ وو، هغۀ واقعي چې د قرض د واپس کولو اِراده لرله) نو هغۀ يو لرګے راواخستو۔ پۀ هغې کښې يـې سورے اوکړو۔ پۀ هغې کښې يـې دينارونه کيښودل، ورسره يـې يو خط هم وليکو او پۀ هغې کښې يـې دننه کيښودو۔ بيا هغۀ هٰغه لرګے سمندر ته وغورځولو او دُعا يـې اوکړه: يا الله پاکه! تا ته معلومه ده چې ما د قرض اخستو پۀ وخت تۀ ګواه او ضامِن جوړ کړے وې، اے رَبِّ کريمه! تا ته دا هم معلومه ده چې ما د کشتۍ د لټولو ښۀ پوره کوشش اوکړو خو کشتۍ ميلاؤ نۀ شوه۔ اے کريم مالِکه! اوس زۀ دا امانت تا ته سپارم۔

بيا هغۀ دغه لرګے سمندر ته وغورځولو، بل طرف ته هٰغه کَس چا له چې قرض ورکول وو، هغۀ د خپل ښار نه د سمندر غاړې ته راغلو، د کشتۍ انتظار يـې کولو چې کيدے شي اوس هٰغه کَس زما د قرض واپس کولو د پاره راشي۔ انتظار يـې کولو خو څوک رانغلو۔ دغه وخت هغه يو لرګے وليدو، سوچ يـې اوکړو چې کار خو اونۀ شو ځه دا لرګے به کور ته يوسم۔ نو هغۀ لرګے رااوچت کړو او کور ته لاړو۔ کله چې يـې لرګے مات کړو نو پۀ هغې کښې دننه د قرض دينارونه  موجود وو، ورسره خط هم موجود وو۔([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! کله چې بنده د قرض واپس کولو پوخ رښتونے نيت اوکړي نو وګورئ چې د هغۀ څنګه مدد کولے شي۔ مونږ له هم پکار دي چي کله د


 

 



[1]...بخاری، کتاب الکفالۃ، باب الکفالۃ فی القرض...الخ، صفحہ:589، حدیث:2291۔