Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat
پاره ميلاؤيږي۔ يو سبق دا ميلاؤ شو چې مونږ ته د وفات شوو سره هم ښيګړه کول پکار دي۔ وګورئ چې دې خلقو د الله پاک پۀ لاره کښې سفر کولو، پۀ لاره کښې چې د يو وفات شوي د سختې نه خبر شو نو هغوئي خپل د ټولو نه اهم دِيني کار پريښودو او د هغۀ د سختې حل کولو د پاره اَنطَاکيه ته لاړل۔ د هغوئي د دې کوشش پۀ برکت هٰغه وفات شوے کَس د قيد نه ازاد شو او د جَنَّت حقدار جوړ شو۔
مونږ له هم پکار دي چې مونږ د وفات شوو سره ښيګړه کوو۔ مونږ به ښيګړه څنګه کوو؟ د دې ډيرې طريقې کيدے شي، مثلاً * که وفات شوے کَس مونږ پيژنو، عزيز مو دے، دوست مو دے، خپل مو دے، د ټولو نه وړومبے ښيګړه خو دا اوکړئ چې پۀ رښتوني زړۀ د الله پاک پۀ حُضُور کښې عرض اوکړئ چې يا الله پاکه! زۀ خپل ټول حقونه دې کَس ته معاف کووم۔
مونږ ټول انسانان يو، د چا سره چې مو ناسته پاسته ده، څۀ کمے زياتے کيدے شي، که چرې قصدا پۀ غلطۍ کښې دې وفات شوي کس زمونږ څۀ حق خوړلے وي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هغه به معاف شي، د هغۀ به فائده وشي۔ د حديثِ پاک مطابق چې مونږ يـې معاف کړو نو الله پاک به زمونږ خطاګانې معاف کړي۔
* دغه شان د وفات شوو د پاره اِيصالِ ثواب کوئ! * پۀ درودِ پاک لوستلو * پۀ تلاوت کولو * پۀ نـمونځونو کولو * پۀ غريبانانو د خوراک کولو * د ختم شريف پۀ انتظام کولو غرض چې څنګه کيدے شي نو د خپلو عزيزانو، خپلوانو، دوستانو بلکې د ټولو مسلمانانو د پاره اِيصالِ ثواب کوئ! د دې برکتونه به د وفات شوو هم نصيب کيږي، ورسره ورسره به زمونږه ثواب هم زياتيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! الله پاک دې مونږ ته د ژوندو، د وفات شوو د ټولو مسلمانانو سره د ښيګړې کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔