Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat
د نـمونځ نه پس(تقريباً 8:00 بجې) اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هفته واره مَدَني مذاکره کيږي، پۀ کومه کښې چې به شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د سوالونو جوابونه هم ورکوي۔ ټول ذِمه داران او عاشقانِ رسول پۀ دې مَدَني مذاکره کښې پخپله هم شرکت وکړئ او نورو له دې هم دعوت ورکړئ * شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هره هفته د يوې دِيني رسالې د لوستلو اعلان کوي، پۀ راتلونکې هفته واره مَدَني مذاکره کښې به د جنّت سپرلي رسالې اعلان کولے شي۔ دا رساله پخپله هم ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل ميډيا مثلاً واټس ايپ وغيره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د نورو سره هم شيئر (Share) کړي! * مکـتبة الـمدينه د حضرت احمد کبير رفاعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ مبارک سيرت باندې ايمان تازه کوونکې دوه رسالې شانِ رفاعی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او فیضان سید احمد کبیر رفاعی چاپ کړې دي۔ پۀ دې رسالو کښې د حضرت احمد کبير رفاعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه * د عِلم سره د دوستۍ * تقویٰ * عاجزۍ * کراماتو * او د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د عشق نه د ډک ژوند ښکلې واقعې بيان کړے شوي دي۔
شانِ رفاعی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ 30 روپۍ او فیضان سید احمد کبیر رفاعی پۀ 20 روپۍ د مکـتبة الـمدينه د يوې څانګې نه پۀ بيعه واخلئ، پخپله يـې هم ولولئ! او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔