Naikiyon Me Hissa Milaiye

Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye

څۀ چې هم غواړې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې ورکوي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سخي دے، د سخيانو سخي دے، د ټولو نه زيات سخي دے، داسې څه نشته کوم چې د دې پاک دَر نه نۀ ميلاؤيږي.

کس چیز کی کمی ہے مولیٰ تیری گلی میں                                                  دُنیا تیری گلی میں، عقبیٰ تیری گلی میں

او مولانا حَسَن رضا خان صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څۀ ښکلي وئيلي دي:

اُن کے طالِب نے جو چاہا پا لیا                                                                              اُن کے سائِل نے جو مانگا مِل گیا([1])

خبره هم دا ده، د دې پاک دَر نه چې څۀ هم غواړې نو ميلاؤيږي به. * حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حافظه وغوښتله، حُضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته حافظه عطا کړله([2])* حضرت ربيعه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ جنَّت وغوښتو، هغوئي ته يـې جنَّت عطا کړو([3]) * تر دې پورې چې د غزوه بدر پۀ موقع باندې يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ توره وغوښته، خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي له څانګه ورکړه، هُم هٰغه څانګه توره جوړه شوه. توره نۀ وه، څانګه وه خو د هغوئي د معجزې لاس مبارک چې ورسره ولګيدو نو د څانګې نه توره جوړه شوه.([4])

پوښتنه ذِهن کښې راتلے شي چې د دولت پۀ دې دَر کښې خو د اِنکار هډو ګنجائش نشته، څوک چې پۀ زمکه د اوسيدو باوجود جنَّت تقسيمولے شي، د هغوئي نه د سورلۍ د پاره څاروے وغوښتے شو، خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورله سورلۍ ورنکړه، اوئې فرمائيل: لاړ شه او د فلانکي صحابي نه يـې واخله...!! اخر پۀ دې کښې څۀ حِکمت وو...؟


 

 



[1]...ذوقِ نعت، صفحہ:34۔

[2]...بخاری، کتاب العلم، باب حفظِ العلم، صفحہ:105، حدیث:119 ملخصاً۔

[3]...مسلم،کتاب الصلاۃ ،باب فضل السجود و الحث علیہ،صفحہ:184،حدیث:489ملتقطًا۔

[4]...دلائل النبوۃ للبیہقی، جلد:3، صفحہ:99 ملخصاً۔