Naikiyon Me Hissa Milaiye

Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye

د قبر د ګرمۍ نه بچ کول کوي ([1]) * د مسلمان صدقه د هغۀ عمر زياتوي ([2]) * الله پاک د صدقې پۀ برکت تکبر او فخر لرې کوي ([3]) * صدقه 70 قِسمه بلاګانې منع کوي  پۀ کومو کښې چې د ټولو نه کمه بلا بدن ورانيدل او سپين داغونه دي. ([4])   

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي.

اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم.

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره اجتماع

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيکو کولو او د نيکو د جذبې موندلو، ځان د ګناهونو نه د بچ کولو ذِهن موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تنظيم دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره تړون ساتئ. پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به مو ښۀ ډير برکتونه نصيب کيږي. پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره اجتماع هم ده.

تاسو ته خواست دے چې تاسو هم پۀ دې هفته واره اجتماع کښې پۀ پابندۍ سره شرکت کوئ! * پۀ ديني اجتماع کښې د کښيناستو او د ذِکر کوونکو خو به خپل څومره ښکلے شان وي! د حديثِ پاک مطابق څوک چې د دوئي پۀ خوا کښې کښيني، هغه هم بدبخته نه پاتې کيږي ([5]) 

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ هفته واره اجتماع کښې ذِکر کيږي * عِلم دِين زده کيږي * پۀ نيک صحبت کښې کښيناستل او * پۀ جومات کښې وخت تيرول نصيب کيږي * يو اهم برکت دا چې د ديني اجتماع د پاره تلل هم د الله پاک پۀ لاره کښې وَتل دي، چې هفته واره


 

 



[1]... شُعَبُ الْاِيمان، جلد:3 ، صفحہ:212 ، حديث:3347۔

[2]... معجمِ کبیر، جلد:6 ، صفحہ:440، حدیث:13508۔

[3]... معجمِ کبیر، جلد:6 ، صفحہ:440 ، حدیث:13508۔

[4]... تاریخِ بغداد، جلد:8 ، صفحہ:204 ۔

[5]... مسلم، کتاب الذکر و الدّعا...الخ، باب فضل مجالس الذکر، صفحہ:1037، حدیث:2689۔