Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye
مَنْ ذَا الَّذِیْ یُقْرِضُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: څوک شته چې الله له ښۀ قرض ورکړي.
علمائے کرام فرمائي: پۀ دې ځائے کښې د الله پاک پۀ لاره کښې پۀ اِخلاص سره مال لګولو ته قرض فرمائيلے شوے دے، پۀ دې سره دا خبره پۀ زړۀ کښې کښينول مقصد دے لکه چې څنګه قرض ورکوونکے مطمئين وي چې د هغۀ مال نۀ ضائع کيږي او هغه د هغې د واپس اخستو حق لري، هم داسې د الله پاک پۀ لاره کښې خرچ کوونکو ته مطمئين اوسيدل پکار دي چې هغوئي به د دې خرچ کولو بدله يقيناً بيامومي او هغه هم معمولي نۀ بلکې ([1])
فَیُضٰعِفَهٗ لَهٗۤ اَضْعَافًا كَثِیْرَةًؕ-
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو الله به د هغۀ د پاره هٰغه قرض پۀ ډير چنده زيات کړي.
حضرت عثمان نَهدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تابعي بزرګ دے، هغوئي ته چا ووئيل چې حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: مؤمِن بنده ته به د يوې نيکۍ پۀ بدله کښې 10 لاکهه نيکۍ ميلاؤيږي. (يعنې که يوه روپۍ د الله پاک پۀ لاره کښې صدقه کړے شي نو پۀ ثواب کښې به دا 10 لاکهه چنده وي). حضرت عثمان نَهدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مدينے منورې ته حاضر شو او د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه يـې پوښتنه وکړه: آيا تاسو دا اِرشاد فرمائيلے دے؟ حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: ما دا نۀ دي وئيلي، ما خو وئيلي وو چې الله پاک مؤمِن بنده ته د يوې نيکۍ پۀ بدله کښې 20 لاکهه چنده عطا کوي. ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! د الله پاک څومره کرم دے، مال هم د هغۀ دے، راکړے هم هغۀ دے، که مونږ يـې د هغۀ پۀ لار کښې خرچ کړو نو مال هم محفوظ او ثواب هم داسې چې شميرلے