Naikiyon Me Hissa Milaiye

Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye

اجتماع ته تشريف راوړئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د کور نه د وتلو نه واخله تر واپس تللو پورې به ټول وخت د الله پاک پۀ لار کښې شميرلے کيږي. د هر زيارت پۀ ورځ پۀ پابندۍ سره پۀ هفته واره اجتماع کښې د اَوَّل نه تر اخره پورې د شرکت کولو نيت وکړئ! راځئ چې د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو:

پۀ اِجتماع کښې د شرکت کولو خوند

د يو اِسلامي ورور د خط خلاصه ده چې زما تعلق د بد مذهبې کورنۍ سره وو. د دعوتِ اِسلامي سره د تړون سعادت مې څۀ داسې نصيب شو چې يو ځل د دعوتِ اِسلامي والا د يو عاشقِ رسول اِسلامي ورور سره مې ملاقات وشو. هغۀ ما ته پۀ هفته واره د سُنَّتو اِجتماع کښې د شرکت کولو دعوت راکړو کوم چې ما پۀ نۀ زړۀ قبول کړو. چې کله ما پۀ اِجتماع کښې شرکت وکړو نو هلته د سوز نه ډکو او ژړيدونکو دعاګانو زما پۀ زړۀ کښې انقلاب راوستو، د کومې پۀ وجه چې زما د زړۀ سکون نصيب شو. بس بيا خو پۀ اجتماع کښې شرکت کول زما معمول جوړ شو. کور والؤ ته مې چې معلومه شوه نو هغوئي زما پۀ لاره کښې خنډان [يعنې رکاوټونه] جوړول شروع کړل. د الله پاک پۀ راعطا کړے شوي توفيق به زۀ پۀ څۀ نا څۀ طريقه اجتماع ته تلم. بيا زما د نيکو کولو جذبه ورځ پۀ ورځ زياتيدله. زما پۀ اخلاقو کښې بهتري شروع شوه، کور والؤ چې کله زما پۀ اخلاقو او کردار کښې پيدا شوے بدلون وليدو نو پۀ ورو ورو هغوئي هم نرمي شروع کړه. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د اجتماع پۀ برکت سره د ښو عقيدو د اختيارولو، پۀ سر باندې د عمامې تاج پۀ سر کولو او د سُنَّت مطابق د ګيرې پريښودو سعادت مې نصيب شو.

تِرا شکر مولا دیا دینی ماحول                                                                                                               نہ چھوٹے کبھی بھی خدا دینی ماحول

سلامت رہے یاخدا دینی ماحول                                                                                   بچے بد نظر سے سدا دینی ماحول

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                    صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد