Naikiyon Me Hissa Milaiye

Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye

کړې، صرف خپل محتاجه يـې ساتې، د غير د محتاجۍ نه يـې اوساتې.

اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم

د علمائے کرامو خِدمت کوئ

حضرت عبد الله بن مبارک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه (کوم چې د اِمام اعظم ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خاص شاګردانو او د فقه حنفي پۀ آئمه کرامو کښې دےهغوي) به د عِلم والؤ سره په خاص توګه نيکي کوله، هغوئي ته عرض وکړے شو: تاسو د ټولو سره داسې معامله ولې نۀ کوئ؟ اوئې فرمائيل: زۀ د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام (او د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم) نه پس د عالمانو نه علاوه د چا مرتبه اوچته نۀ ګڼم، که د يو عالِم پام هم د خپلو حاجتونو پۀ وجه بدل شي نو هغه به پۀ صحيح طريقه د دِين خدمت اونکړے شي او د دِين تعليم ته به هغه صحيح توجه ورنکړے شي. ځکه دوئي د عِلمي خدمت د پاره فارغ ساتل افضل دي. ([1])

د اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ښۀ اوښ

حضرت اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د مدينے منورې سره نزدې پۀ يو کلي کښې اوسيدو. د ژوند تيرولو د پاره د هغوئي سره يو څو اوښان او يو کمزورے شان شپونکے (چيلۍ څَرؤنکے) وو. يو ځل د بنو سُليم خاندان يو صاحب د هغوئي پۀ خِدمت کښې عرض وکړو: حضور! که تاسو اِجازت راکړۍ نو زۀ به ستاسو پۀ صحبت کښې پاتې کيږم او ستاسو نه به فيض هم حاصلووم او ستاسو د شپونکي مدد به هم کووم. اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: که تۀ زما سره اوسيدل غواړې نو ته به زما تابعداري کوي . عرض يـې وکړو: حضور! پۀ کومه خبره کښې تابعداري؟ اِرشاد يـې وفرمائيلو: کله چې زۀ پۀ خپل مال کښې د څۀ څيز د الله پاک پۀ لاره کښې د ورکولو ووايم نو د ټولو نه بهترين څيز به ورکوي. هغۀ دا شرط منظور کړو او د هغوئي پۀ خِدمت کښې يـې اوسيدل شروع کړل. يوه ورځ


 

 



[1]... مکاشفۃ القلوب ، باب فی فضل الصلاۃ و الزکاۃ، صفحہ:417 ۔