Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ حديثِ پاک کښې چې څۀ اِرشاد شو، دا اُصُول دي. دا پۀ خپل ذِهن کښې کښينول پکار دي! اِنَّ الدَّالَّ عَلَى الْخَيْرِ كَفَاعِلِهِ د نيکۍ لار ښودونکے هم د نيکۍ کوونکي پۀ شان دے.
علّامه مُناوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د دې حديثِ پاک پۀ شرح کښې څه فرمائيلي دي د هغې مفهوم دا دے چې: د نيکۍ لار ښودونکي د نيکۍ لاره وښودله، (د مثال پۀ توګه * هغه چا له د نـمونځ دعوت ورکړو * چا له يـې د تلاوت ترغيب ورکړو * چا له يـې د الله پاک پۀ لار کښې د خرچ کولو ذِهن جوړ کړو * چا مالداره کَس ته يـې ووئيل: فلانکۍ مدرسه ده، هلته ماشومانو ته د حفظ او ناظرې تعليم ورکولے شي * دعوتِ اِسلامي پۀ ټوله دُنيا کښې د نيکۍ دعوت عام کوي، تاسو دې سره مالي مرسته وکړئ. يعنې هغه د نيکۍ دعوت ورکرو) بيا به دوه صورتونه جوړيږي: (1): وړومبے صورت خو دا چې مخامخ کَس د نيکۍدعوت قبول کړو، هغه نـمونځونه شروع کړل * تلاوت يـې شروع کړو * د الله پاک پۀ لاره کښې يـې د خرچ کولو د پاره مالي خدمت وکړو، پۀ دې صورت کښې چې کوم د نيکۍ دعوت ورکولو والا دے، د هغۀ به هم هٰغه همره ثواب کيږي، څومره چې د کار کوونکي کيږي، مثلاً هغه يو لاکھ روپۍ د دِين د خدمت د پاره پيش کړې، هغۀ ته به هم د يو لاکھ روپو د خرچ کولو ثواب ميلاؤ شي (2): دويم صورت دا دے چې هغۀ د نيکۍ دعوت ورکړو، مخامخ کَس اونۀ منو، پۀ دې صورت کښې به هغۀ ته د نيکۍ د دعوت ورکولو ثواب بيا هم ميلاؤيږي.([1])
يعنې پۀ يو حالت کښې هم تاوان نشته، نقصان نشته، دا چې کوم د نيکۍ پۀ کار کښې د وسيلې جوړيدو والا کَس دے، د نيکۍ دعوت ورکولو والا خوش قِسمته دے، د دۀ مزې دي، که مخامخ کَس خبره ومنله نو بيا هم ثواب، که اوئې نۀ منله نو بيا هم ثواب دے.