Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye
هم داسې بے مثاله کلام فرمائي نو بيا به د هغوئي د کلامِ ذيشان څومره شان وي...!! اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي:
میں نثار تیرے کلام پر ملی یُوں تو کس کو زباں نہیں
وہ سخن ہے جس میں سخن نہ ہو، وہ بیاں ہے جس کا بیاں نہیں([1])
وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د ژبو والا، قادر الکلام خو ډير دي او د هغوئي پۀ کلام اعتراض کوونکي هم ډير دي، خو زۀ ستاسو د کلام، ستاسو د بيان نه قربان شم، پۀ دې کلام باندې نۀ څۀ اعتراض کيدے شي، او بيان خو داسې دے د کوم چې هيڅ جواب نشته.
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې واقعه باندې غور وکړئ! سلطان محمود غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څۀ کړي وو؟ صرف د لږ ساعت د پاره يـې عالمِ دِين ته رڼا کړې وه، هٰغه عالِم صاحب کوم چې د نيکۍ کار کولو، پۀ هغې کښې يـې بس لږه شان حصه شامله کړه، د دې پۀ برکت خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ هغوئي باندې کرم وکړو، خپل ديدار يـې ورعطا کړو او د بخښنې زيرے يـې هم ورکړو.
مونږ له هم عادت جوړول پکار دي، نيکي خو هغه ده کومه چې کيږي او هم خامخا به کيږي. که مونږ پکښې هم خپله حصه شامله کړو نو فائده به مو وشي.
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي پۀ ټوله دُنيا کښې د نيکۍ د دعوت پۀ عام کولو کښې مصروف دے. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * د کنزُ الـمدارس بورډ پۀ نوم د دعوتِ اِسلامي خپل تعلمي بورډ دے * تقريباً 20 زره 235 جامعات او مدارسُ المَدينه د هلکانو او جينکو (Boys & Girls) د پاره قائم دي، پۀ کومو کښې چې د حفظ او ناظرې، عالِم