Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye
پيسه ورکړو * الله پاک راته ښۀ سوچ عطا کړے دے، د نيکۍ د کارونو د پاره مشوره وړاندې کړو * د وئيلو صلاحيت خو د ټولو نصيب دے، که نور څۀ نۀ شو کولے نو د دې نيکۍ ترغيب ورکړو. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ثواب به مو کيږي.
پۀ حديثِ پاک کښې دي: يو غَشے کوم چې د الله پاک پۀ لاره کښې ويشتے شي، د هغې پۀ وجه درې کَسان بخښلے کيږي: (1): د هٰغه غَشي جوړونکے (2): هٰغه غَشے بَل ته رسوونکے (3): هٰغه غَشے وِيشتونکے.
غَشے يو ويشتے شوے دے، ويشتونکے يـې هم يو دے خو بخښلے شوي درې کَسان دي. ولې؟ ځکه چې نورو پۀ دې کښې خپله حصه شامله کړې ده.([1])
پۀ محمودِ غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې کرم وشو
پۀ کتابونو کښې ليکلے شوي دي: سلطان محمودِ غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څوک چې د خپل وخت ډير لوئي سلطان او عاشقِ رسول تير شوے دے. د هغوئي پۀ زړۀ کښې به وسوسې راتللې (1): وړومبۍ وسوسه دا وه چې دا حدیثِ پاک: اَلْعُلَمَاءُ وَرَثَةُ الأَنْبِيَاءِ (یعنې عالمان د نبيانو وارثان دي). دا واقعي ده چې رښتيا حديث دے که نه چا د ځان نه جوړ کړے دے. (2): دويمه وسوسه دا وه چې آيا زما د پلار نوم سِبُکتِګين دے که زۀ د بَل چا ځوي يم (3): دريمه خبره دا وه چې هغه ځان خبرول غوښتل چې آيا زۀ به بخښلے کيږم که نۀ.
يوه شپه سلطان محمود غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل لښکر سره چرته روان وو، يو خادِم شمع دان (يعنې د رڼا سامان) اخستے وو او مخکښې مخکښې ترينه روان وو.
رڼا چې يـې وليدله نو يو کَس کتاب پۀ لاس د خپل کور نه بهر راغلو او د شمع دان پۀ رڼا کښې يـې کتاب لوستل شروع کړو. سلطان پۀ زړۀ کښې سوچ وکړو چې کيدے شي دا څوک عالمِ دِين وي او د هغوئي دعزت د وجې نه يـې لښکر ودرولو چې هغه پۀ