Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
روايت دےچي، يو ځل يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو، عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما ته د سورلۍ حاجت دے، راعطا يـې کړئ!
خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اوس سورلۍ خو نشته، داسې وکړه چې د فلانکي انصاري خوا له لاړ شه! هغۀ ته ووايه! هغه به تا له سورلۍ درکړي. هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ښودلے شوي انصاري خوا له لاړو، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيغام يـې ورسولو، هغوئي يو اوښ دې صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ له ورکړو. بيا دا د اوښ سره بيا بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما ته د سورلۍ د پاره اوښ ميلاؤ شوے دے. اوئې فرمائيل: اِنطَلِقْ، فَاِنَّ الدَّالَّ عَلَى الْخَيْرِ كَفَاعِلِهِ ټيک ده! لاړ شه...!! بے شکه د نيکۍ لار ښودلو والا هم د نيکۍ کوونکي پۀ شان دے.([2])