Naikiyon Me Hissa Milaiye

Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye

يو حِکمت کوم چې پۀ ذِهن کښې راځي، هغه دا چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپلو ټولو اُمتيانو سره محبت دے. د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مزاج مبارک هم دا دے چې څوک سوال کوونکے خالي لاسونه نۀ ليږي.

منگتا کا ہاتھ اُٹھتے ہی داتا کی دَیْن تھی                                                          دُوری قبول و عرض میں بَس ہاتھ بَھر کی ہے([1])

شان يـې دا دے چې يو سوال کوونکے هم خالي لاسونه نۀ ځي خو د پاک سيرت د دې انداز نه خو مالداره خلق فيض حاصلولے شي، کوم چې کروړ پتيان دي، ارب پتيان دي، د کومو سره چې د پيسو هيڅ کمے نشته، هغوئي خو د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا ادا اختيارولے شي چې کله هم سوالګيرے راشي خالي لاسونه يـې اونۀ ليږي، ورکوي يـې او ليږي يـې. کوم چې غريبانان دي نو هغوئي به دا ادا څنګه اختياروي. نو خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپلو غريبانو اُمتيانو د پاره يوه پاکه ادا اختيار کړه، صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ راغلو، سورلۍ يـې وغوښتله، حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سورلۍ ورنکړه، لاره يـې ورته وښودله چې لاړ شه او د فلانکي صحابي نه يـې واخله، بيا يـې وفرمائيل: اِنَّ ‌الدَّالَّ ‌عَلَى ‌الْخَيْرِ ‌كَفَاعِلِهٖ بے شکه د نيکۍ لار ښودونکے هم د نيکۍ کوونکي پۀ شان دے.

لکه چې غريبانو ته دا سبق ورکولے شي چې اے هٰغه خلقو! کوم چې صدقه نشۍ کولے، اے هٰغه خلقو! کوم چې د الله پاک پۀ لاره کښې لکونه کروړونه روپۍ نشئ لګولے، نو تاسو وسيله جوړه شئ! د ورکونکو نه تر د اخستونکو پورې يـې ورسوئ!  * د يو کَس نه يـې اخلۍ او تر جوماته پورې يـې رسوئ! * د مالدارو نه يـې اخلۍ او تر مدرسو پورې يـې رسوئ! ستاسو داسې پۀ مينځ کښې وسيله جوړيدل، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلې ادا هم ده او د ثواب ګټلو ذريعه هم ده.


 

 



[1]...حدائقِ بخشش، صفحہ:228۔