Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye
اعلان کولے شي. دا رساله پخپله هم ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل ميډيا مثلاً واټس ايپ وغيره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د نورو سره هم شيئر (Share) کړي! * د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ سيرت او د ژوند پۀ حالاتو مبارکو باندې مشتمل د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د بيانونو ښکلې مجموعه شانِ غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مکـتبة المَدينه ته راغلې ده، دا مجموعه د مکـتبة المَدينه د هرې څانګې نه پۀ 160 روپۍ پۀ بيعه واخلئ، پخپله يـې هم ولولئ! او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي. ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
حِلم (د برداشت قوت) سُنَّتِ مصطفےٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے
د رسول اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامین مبارک دي: (1): حلم والا پۀ دُنيا کښې هم سردار دے، پۀ اخرت کښې هم سردار دے. ([2]) (2): د حِلم پۀ ذريعه بنده پۀ ورځ کښې د روژه نيونکي او د شپې د قيام (يعنې عبادت) کوونکي درجه بيامومي. ([3])