Naikiyon Me Hissa Milaiye

Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! حِلم سُنَّتِ مصطفےٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے. * زمونږ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرې هم بے ځايه غصه نۀ ده کړې. * خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خپل ذات پۀ باره کښې د چا نه هم انتقام نۀ اخستو. * پۀ مخکښينو اسماني کتابونو کښې د هغوئي دا صفت هم بيان شوے: د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره چې څومره هم د جهالت والا سلوک وکړے شي، هُم هٰغه همره به د هغوئي حِلم زياتيږي. ([1])

د حِلم پۀ باره کښې مَدَني ګلونه: * حِلم د الله پاک صفت دے. * حِلم د الله پاک خوښ صفت دے * حِلم د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دے *  د حِلم معنیٰ ده: قلار والے، بُرد باري (نرم مزاجي).

اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: صبر (يعنې بردباري) د غصې څښلو نه افضل دے ولې چې د غصې څښلو ضرورت هغه چا ته وي، د چا غصه چې سخته شي،او د حِلم والا پۀ غصه کښې هډو جوش نۀ راځي. ([2]) * د حِلم سره بزرګي ميلاؤيږي.

د حليم جوړيدو طريقې: * حِلم د تکلف سره راځي (يعنې بنده چې پۀ کوشش سره، پۀ تکلف کولو غصه څښي نو پۀ ورو ورو به يـې پۀ طبيعت کښې حِلم پيدا شي) * د عمامې پۀ سر کولو سره حِلم زياتيږي * د چيلو پۀ څَرولو هم پۀ طبيعت کښې حِلم پيدا کيږي.

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550  سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے.


 

 



[1]... صِراط الجنان، پارہ:4، سورۂ ال عمران، زیرِ آیت:159، جلد:2، صفحہ:81۔

[2]... اِحْیَاء العلوم مترجم، جلد:3، صفحہ:535۔