Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye
د الله پاک پۀ لار کښې سفر کول غواړم خو اسباب راسره نشته. اوئې فرمائيل: د فلانکي صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خوا له لاړ شه! هغه د الله پاک پۀ لاره کښې د سفر ټولې تياريانې کړې وې خو هغه بيمار شو. هغۀ ته ووايه چې رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: خپل ټول سامان دۀ له ورکړه. نو هٰغه صحابي لاړو، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيغام يـې ورته ورسولو نو هغه پۀ خوشحالۍ خوشحالۍ خپل ټول د سفر سامان هٰغه صحابي له ورکړو.([1])
اوس وګورئ چې هغوئي تياري کړې ده، د الله پاک پۀ لاره کښې سفر نشي کولے. بيمار شو. خپل د سفر سامان يـې بَل له ورکړو. اوس به سفر هغه کوي، ثواب به د دوئي هم کيږي، د هغوئي به هم کيږي.
سُبْحٰنَ اللہ! دا هم پۀ نيکۍ باندې د مدد کولو فضيلت دے...!! مونږ له پکار دي چې يو نيکي مونږ پخپله کوو او که نۀ يـې کوو. مونږ د نورو پۀ هٰغه نيکۍ باندې مدد ضرور وکړو. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مونږ به هم د ثواب حقدار شو.
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا څيز زمونږ پۀ مزاج کښې شامليدل پکار دي چې د نيکو حِرص وي، چې دا نيکي هم وکړم، هٰغه نيکي هم وکړم، څۀ داسې نيکي رانه پاتې نۀ شي کومه چې زما پۀ اعمال نامه کښې موجود نۀ وي، مونږ له دا حِرص پکار دے.
بيا به مسئله راځي چې ټولې نيکۍ زۀ څنګ کولے شم؟ د دې حل به دا وي چې نيکۍ خو د مخکښې نه کيږي،چې مونږ پۀ دې کښې خپله حصه شامله کړو. کومه حصه چې مونږ شاملولے شو، هغه پکښې شامله کړو. الله پاک چي کوم صلاحيت راکړے دے، هغه د نيکۍ پۀ کار کښي شامل کړو * الله پاک پيسه راکړې ده، د نيکۍ د کار د پاره