Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye
اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالــسَّـلَامُ عَـلٰـی خَاتَمِ النَّبِیِّيْنط
اَمَّا بَـعْدُ فَـاَعُوْذُ بِـالـلّٰـهِ مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِط بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمط
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت وكړو)
د حضرت عَبدُ الرَّحمان بن عَوف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چي: يوه ورځ د نبيانو سردار، د مدينے تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دولت خانې (يعني د کور مبارک) نه بهر تشريف راوړو او د يو باغ طرف ته روان شو، حضرت عَبدُ الرَّحمان بن عوف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې اوليدو نو ورپسې وروستو وروستو روان شو، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باغ ته لاړو، د قبلې طرف ته يـې مخ کړو او سر پۀ سجده شو، حضرت عَبدُ الرَّحمان بن عوف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لرې ولاړ وو او کتل يـې، فرمائي: د بے وَسو مددګار، سرکارِ عالي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډيره اوږده سجده اوکړه، تر دې پورې چې زما سره ويره شوه چې هسې نۀ د سجدې پۀ حالت کښې الله پاک [د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] رُوح مبارک قبض کړے نۀ وي، څنګه مې دا خيال راغلو نو ور مخکښې شوم ، زما د قدمونو آواز يـې چې واوريدو نو اخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سر مبارک د سجدې نه راوچت کړو، پوښتنه يـې اوکړه: څوک يـې؟ ما عرض اوکړو: حُضور! عَبدُ الرَّحمان. اوئې فرمائيل: څۀ کار دې دے؟ ما عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو دومره اوږده سجده اوکړه، چې زما سره ويره شوه چې هسې نۀ الله پاک پۀ سجده کښې [ستاسو] رُوح مبارک قبض کړے نۀ وي.
(د عاشقِ زار د محبت نه ډکه خبره چې يـې واوريدله نو د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي،