Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye
مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اوږدې سجدې کولو حِکمت بيان کړو)، اوئې فرمائيل: زما خوا ته جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام حاضِر شو او اوئې وئيل: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم الله پاک فرمائي: اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! څوک چې پۀ تاسو باندې درود لولي، زۀ به پۀ هغوئي باندې رحمتونه نازلووم، څوک چې پۀ تاسو باندې سلام راليږي، زۀ به پۀ هغوئي باندې سلامتيا نازلووم. د دې نعمت د شُکر ادا کولو د پاره ما دومره اوږده سجده اوکړه. ([1])
اَللہُ اَکْبَر! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غور اوکړئ! * درود به څوک لولي؟ اُمَّتي * رحمت به پۀ چا باندې نازليږي؟ پۀ اُمَّتي باندې * سلام به څوک ليږي؟ اُمَّتي * د الله کريم سلامتيا به پۀ چا باندې نازليږي؟ پۀ اُمَّتي باندې * او سجدۀ شُکر څوک ادا کوي؟ د اُمَّت غم خوار، شفاعت کولو والا، اُمَّت بخښلو والا، جّنَّت ته رسولو والا آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ...! سُبْحٰنَ اللہ! اندازه اولګوئ! زمونږه د خوږ آقا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت سره څومره مينه ده. الله! الله! اُمَّت چې ګناه اوکړي نو خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شپې پۀ ژړا ژړا تيروي، چې اُمَّت ته نعمت ميلاؤ شي نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شُکر سجدې کوي. د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورور، مولانا حسن رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي:
تم کو تو غلاموں سے ہے کچھ ایسی مَحبت ہے ترکِ اَدَب ! ورنہ کہیں ہم پہ فدا ہو([2])
وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو د خپلو غلامانو سره دومره محبت دے، چي دا ادب نۀ دے ګنې چې مونږه به وئيلے چې تاسو پۀ خپلو غلامانو باندې فدا يۍ.
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد