Naikiyon Me Hissa Milaiye

Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye

د موقعې نه فائده اخستل

 د اُردو يوه مُحَاوَره ده: بہتے دریا میں ہاتھ دھونا. يعنې درياب بهيږي، هغه خو هسې هم بهيږي، هغه نۀ منع کيږي، پۀ بهيدلو بهيدلو کښې چې مونږ هم لاس وينځو نو فائده به مو وشي.

مطلب دا دے چې نيکي ده، هغه خو هسې هم کيږي، خامخا به کيږي، د نيکۍ کار، د دِين کار خامخا کيږي، هډو ودريږي نۀ. که مونږ پۀ مينځ کښې وسيله جوړه شو، د نيکۍ دعوت ورکولو والا جوړ شو، ترغيب ورکوونکي جوړ شو، پۀ دې نيکۍ کښې حصې شاملولو والا جوړ شو، د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مونږ هم د ثواب حقدار جوړ شو. ځکه دا ذِهن جوړول پکار دي چې د نيکۍ کار کيږي نو پۀ هغې کښې حصه ضرور شامله کړئ.

پۀ نيکۍ باندې مددګار جوړ شئ!

الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ تَعَاوَنُوْا عَلَى الْبِرِّ وَ التَّقْوٰى ۪-وَ لَا تَعَاوَنُوْا عَلَى الْاِثْمِ وَ الْعُدْوَانِ۪- (پارہ:6،  سورۀ مائدہ:2)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ نيکۍ او پرهيزګارۍ د يو بل مدد کوئ او پۀ ګناه او زياتي کښې د يو بل مدد مۀ کوئ.

حضرت سُفيان بن عُیَیْنَہ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ نيکۍ باندې د مدد مختلف صورتونه دي: (1): تاسو پخپله د نيکۍ کار وکړئ (دا هم پۀ نيکۍ باندې مدد دے چې ستاسو پۀ وجه به ډيرو ته د هٰغه کار کولو ترغيب ميلاؤ شي) (2): تاسو د نيکۍ دعوت ورکړئ، دا هم پۀ نيکۍ باندې مدد دے (3): څوک نيکي کوي، تاسو د هغوئي مددګار جوړ شئ (4): صِرف د نيکۍ لاره ورته وښايئ.([1])

دا ټول پۀ نيکۍ باندې د مدد کولو صورتونه دي. پۀ دې کښې که هر يو صورت اختيار


 

 



[1]...حلیۃ  الاولیا، جلد:7، صفحہ:334 بتصرف۔