Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye
اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خپل خِدمت کښې اوسيدونکي ته دريمه خبره دا اِرشاد کړه چې ستا د مال دريم حصه دار تۀ پخپله يـې. (يعنې کله چې تقدير او وارث د مال اخستو پۀ معامله کښې هيڅ رعايت نۀ کوي نو تۀ د خپلې حصې پۀ اخستو کښې ولې شاته کيږې؟ څومره چې درنه کيدے د ښۀ نه ښۀ مال د الله پاک پۀ لاره کښې ورکړه چې د خپل اخرت د پاره يـې جمع کړې.)
پۀ دويمه سيپارهِ سُورَۀ بَقَرَه، آيت: 245 کښې اِرشاد دے:
مَنْ ذَا الَّذِیْ یُقْرِضُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا فَیُضٰعِفَهٗ لَهٗۤ اَضْعَافًا كَثِیْرَةًؕ-
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: څوک شته چې الله له ښۀ قرض ورکړي نو الله به د هغۀ د پاره هٰغه قرض پۀ ډير چنده زيات کړي.
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلې خبره ده! مال راکړے چا دے؟ الله پاک. سرکارِ غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اَنْتُمْ وُکَلَاءُ عَلٰی ہٰذِہِ الْاَمْوَال تۀ د دې مال وکيل يـې. ([1])
د مثال پۀ طور مونږ چا له 200 روپۍ ورکړو او ورته ووايو چې د بازار نه فلانکے څيز راوړه! نو هٰغه کَس کوم له چې مونږ پيسې ورکړې، دا د 200 روپو مالک نۀ دے، وکيل دے، هٰغه څيز راوړے شي کوم چې ورته مونږ ياد کړے وي، دغه شان مونږ ټول پۀ دې دُنيا کښې د مال او دولت مالکان نۀ يو بلکې وکيلان يو، اصلي مالک الله پاک دے، د وکيل نه چې څۀ واپس اخستے کيږي هغه قرضه نۀ وي، هغه خو د مالک څيز وي کوم چې هغه ته واپس کولے شي خو د الله پاک کرم، د هغه رحمت او عطا ته وګورئ چې اِرشاد دے: