Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye
حاجت خو هٰغه ورځ ده پۀ کومه ورځ باندې چې زۀ د قبر پۀ کنده کښې يواځې دفن کړے شم، باقي پاتې شو مال، نو د دې درې حصه دار دي: (1): تقدیر: کوم چې د مال پۀ وړلو کښې د چا څۀ لحاظ نۀ کوي (2): وارث: کوم چې ستا د مرګ انتظار کوي چې کله به تۀ مړ کيږې او هغه ستا مال قبضه کړي (3): دريم حصه دار تۀ پخپله يـې (کله چې تقدير او وارث د مال اخستو پۀ معامله کښې هيڅ رعايت نۀ کوي نو تۀ د خپلې حصې پۀ اخستو کښې ولې ورستو پاتې کيږې؟ څومره چې درنه کيدے د ښۀ نه ښۀ مال د الله پاک پۀ لاره کښې ورکړه چې د خپل اخرت د پاره يـې جمع کړې.) پۀ دې فرمائيلو اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د څلورمې سيپارې وړومبے آيت مبارک تلاوت کړو:
لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتّٰى تُنْفِقُوْا مِمَّا تُحِبُّوْنَ ﱟ (پارہ:4، آلِ عمران:92)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تاسو به هيڅ کله نيکي اونه مومۍ تر څو پورې چې د الله پۀ لاره کښې خپل خوښ څيز خرچ نۀ کړئ.
او اوئې فرمائيل چې هم دا وجه ده چې کوم مال زما د ټولو نه زيات خوښ وي هغه د الله پاک پۀ لار کښې خرچ کووم او د خپل اخرت د پاره يـې ذخيره کووم. ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د اَبّو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څومره زبردست مَدَني سوچ وو چې کوم مال به يـې د ټولو نه زيات خوښ وو هغه به يـې د الله پاک پۀ لاره کښې خرچ کولو او د خپل اخرت د پاره به يـې ذخيره کولو. اے کاش چې زمونږه سترګې وغړيږې او مونږ هم پۀ دې آيت مبارک:
لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتّٰى تُنْفِقُوْا مِمَّا تُحِبُّوْنَ ﱟ (پارہ:4، آلِ عمران:92)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تاسو به هيڅ کله نيکي اونه مومۍ تر څو پورې چې د الله پۀ لاره کښې خپل خوښ څيز خرچ نۀ کړئ.