Naikiyon Me Hissa Milaiye

Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye

چا اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته عرض وکړو: دلته د وَلې پۀ غاړه څۀ غريبان خلق اوسيږي  که کيدے شي نو تاسو د هغوئي څه مدد وکړئ. هغوئي د بنو سُليم قبيلې هٰغه کَس کوم چې د هغوئي خِدمت کولو راوغوښتو او اوئې فرمائيل: يو اوښ راوله. هغه د اوښانو ځائے ته لاړو او د ټولو نه ښۀ اوښ يـې خوښ کړو خو بيا يـې سوچ وکړو چې دا اوښ د اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سورلۍ د پاره هم پکار دے او فرمانبردار هم دے. مقصد خو صرف غوښه تقسيمول دي ځکه يـې د ده پۀ بدله کښې د ده نه د ښکته  درجې والا يوه ښه اوښه پيش کړه. اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې کله اوښه وليدله نو هٰغه صاحب ته يـې وفرمائيل چې تا خيانت وکړو. هغه فوراً پوهه شو او هٰغه اوښ کوم چې د ټولو نه بهترين وو، د ذبح کولو د پاره يـې پيش کړو. اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغه ته اِرشاد وفرمائيلو: د وَلې پۀ غاړه چې څومره کورنۍ ابادې دي ټول وشميره او زما کور هم پۀ هغې کښې شامل کړه، بيا اوښ ذبح کړه او غوښه يـې پۀ ټولو کورونو کښې يو شان تقسيم کړه او زما کور ته چې د نورو کورونو پۀ مقابله کښې يو پوټے هم زيات لاړ نشي د دې خيال ساته.

کله چې د اوښ غوښه تقسيم کړے شوه نو اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هٰغه کَس راوغوښتو او پوښتنه يـې ترينه وکړه: ستا او زما ترمينځه چې د الله پاک پۀ لاره کښې د ښۀ مال لګولو کوم شرط مقرر کړے شوے وو، آيا تا هغه هير کړے وو؟ هغۀ عرض وکړو: حضور! زما نه نۀ وو هير شوي بلکې ما ته ياد وو او ما د دې نه مخکښې هم دا ښۀ اوښ خوښ کړے وو خو بيا مې سوچ وکړو چې دا ستاسو سورلۍ ده او ډير پکار راتلونکے هم دے ځکه صرف ستاسو د ضرورت له وجهې مې دا پريښودے وو. اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغوئي ته وفرمائيل: آيا واقعي تا صرف زما د ضرورت له وجهې هٰغه اوښ پريښودے وو؟ عرض يـې وکړو: آؤ جي! واقعي چې ستاسو د ضرورت له وجهې مې هٰغه اوښ پريښودے وو، د دې نه علاوه مې بَل هيڅ مقصد نۀ وو. اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اِرشاد وفرمائيلو: آيا زۀ تا ته د خپل ضرورت ورځ نۀ ښايم؟ واوره! زما د ضرورت او د