Naikiyon Me Hissa Milaiye

Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye

باندې غور کوونکي جوړ شو. ياد ساتئ چې د الله پاک پۀ لاره کښې چې څنګه څيز ورکوئ هم هٰغه شان اَجر به بيامومۍ چې دُنيا د اخرت کښت [يعنې پټے] دے چې څۀ کرې هغه به رِيبې. ([1])

وړومبے نصيحت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خپل خدمت کښې اوسيدونکي کَس ته درې خبرې اِرشاد کړې: (1): پۀ کومو کښې چې وړومبۍ خبره دا وه چې تقدیر پۀ مال وړو کښې د چا لحاظ نۀ کوي.

واقعي چې هم داسې ده تقدير چې کله هم وغواړي نو ډير پۀ فراخه زړۀ د چا مال اخلي او هم داسې پۀ لږ ساعت کښې د خلقو د کروړونو بلکې د اربونو روپو کارخانې وسوزي اِيره شي. تقدير نۀ د مالداره او غريب لحاظ ساتي او نۀ موقعې او ځائے ته ګوري هغه خپله پوره حصه اخلي. تقدير چې کله غالب شي نو خوشحاله خنديدونکے ځوانان پۀ لږ ساعت کښې د مرګ ښکار شي.

دويم نصيحت

اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خپل خِدمت کښې اوسيدونکي ته دويمه خبره دا اِرشاد کړه چې ستا د مال دويم حصه دار وارث دے کوم چې ستا د مرګ انتظار کوي چې کله به تۀ مړ کيږي او ستا مال به قبضه کوي.

واقعي ده چې دا ليدلے کيږي چې وارثان د دې خبرې اِنتظار کوي چې څنګه بوډا مور او پلار وفات شي، مونږ به د دوئي مال او اسباب قبضه کړو. بنده پۀ ټول ژوند کښې مال جمع کوي خو هغه ته پته نۀ وي چې د هغۀ د وفات نه پس به وارثان د هغۀ د مال سره څۀ سلوک کوي؟ بعضې وخت خو وارثان د مړي پۀ مال ناجائزه کاروبار هم شروع کوي.


 

 



[1]... فیض القدیر ، جلد:3، صفحہ 728، زیرِ حدیث:4273 ملخصاً۔