Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye
کړئ نو بس پۀ نيکۍ باندې به مددګار جوړ شئ. مونږ به پۀ نيکۍ باندې مددګار جوړيږو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ثواب حقدار به جوړيږو.
څومره داسې کارونه دي، کوم چې مونږ نشو کولے. د مثال پۀ توګه * تفسير ليکل څومره اهم کار دے، دِيني کتابونه ليکل د ثواب کار دے، څوک چې پۀ اِخلاص سره دِيني کتاب وليکي، تر څو پورې چې هٰغه کتاب لوستلے کيږي، د هغې پۀ ذريعه هدايت اخستے کيږي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ليکونکي ته به ثواب ميلاؤيږي. کار خو ډير د فضيلت والا دے خو مونږ پۀ دکان چلولو پوهيږو، د کتاب ليکل راله نۀ راځي * پوره کارخانه قابو کولے شو، په 25 ملکونو کښې خو کاروبار يو کَس سمبالوي، هغه خو کولے شو خو کتاب ليکل راله نۀ راځي، د دې کتاب د ليکلو فضيلت مونږه څنګه حاصل کړو؟ اُصول وښودلے شو: پۀ نيکۍ باندې مددګار جوړ شه! تۀ به هم پۀ ثواب کښې حصه دار شې. لهذا چې کوم کتابونو ليکلو والا دي، د هغوئي څۀ قِسمه خِدمت وکړئ * پۀ زړۀ کښې مې ډير ارمان دے چې کاش! زما د قرآنِ کريم د حفظ کولو سعادت نصيب شي خو کولے يې نۀ شم . اوس څۀ وکړم ؟ څوک چې حفظ کوونکي دي، د هغوئي مدد وکړئ * زړۀ مو غواړي چې کاش! زما سره پيسه وے، ما د دِين د خدمت د پاره پۀ لکونو کروړونو روپۍ خرچ کړے وے خو دومره مال راسره نشته، اوس څۀ وکړم؟ اَلدَّالُّ عَلَى الْخَيْرِ كَفَاعِلِهِ (د نيکۍ لار ښودونکے، د نيکۍ کوونکي پۀ شان دے) څوک چې پيسو والا دي، د هغوئي نه پيسې راوخلئ او د دِين پۀ خِدمت کښې يـې ولګوئ، مونږ به پۀ مينځ کښې ذريعه جوړه شو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مونږ به هم د ثواب حقدار شو.
خپل سامان هغۀ له ورکړه...!!
د مُسلِم شريف حديثِ پاک دے: يو ځل يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زۀ