Naikiyon Me Hissa Milaiye

Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye

کيدے او حسابيدے نشي.

د دې حديثِ پاک پۀ شرح کښې د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يعنې روزانه د فرښتو پۀ خُله د سخي پۀ حق کښې او د کنجوس خلاف دعاګانې کيږي کومې چې يقيناً قبولې دي. ([1])

د صدقې ورکولو فضيلتونه او ثوابونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له د دِين مالي خدمت کول پکار دي * صدقه او خيرات کول زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عظيم سُنّت دے، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د درِ جُود او سخاوت نه به يو غوښتلو والا هم خالي لاسونه نۀ تللو ([2])  * صدقه ګناهونه داسې ختموي لکه څنګه چې اوبۀ وور مړ کوي ([3])  * صدقه د دوزخ د وور نه بچ کول کوي، پۀ حديثِ پاک کښې دي څوک چې د الله پاک د رضا پۀ خاطِر صدقه ورکړي نو هٰغه صدقه د هغۀ او د وور ترمينځه پرده جوړيږي ([4]) * صدقه د الله پاک غضب ختموي او بد مرګ دفع (يعنې لرې) کوي ([5]) * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ صدقه ورکولو کښې تادي کوئ چې بلا د صدقې نه نۀ اوړي ([6]) * صدقه کوونکے به د قيامت پۀ ورځ د خپلې صدقې پۀ سوري کښې وي ([7]) * صدقه د بدۍ 70 دروازې بندوي ([8]) * صدقه


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح، جلد:3 ، صفحہ:69 بتصرف۔

[2]... فیضانِ  سخی سرور، صفحہ:6۔

[3]... ابنِ ماجہ ، كتاب الفتن ، باب كف اللسان فى الفتنہ، صفحہ:649 ، حديث:3973 ۔

[4]... معجمِ  كبير، جلد:10 ، صفحہ:409 ، حديث:20584۔

[5]... ترمذى، کتاب الزكاة، باب ما جاء فى فضل الصدقہ، صفحہ:189، حديث:664 ۔

[6]... مشکاة المصابیح، کتاب الزكاة، باب الانفاق وکراهیہ ...الخ، جز:1 ، جلد:1، صفحہ:359 ، حدیث:1887۔

[7]... سننِ کبری للبیہقی، کتاب الزكاة ، باب التحریض علی...الخ ، جلد:4 ، صفحہ:379 ، حديث:7751۔

[8]... معجمِ  کبير، جلد:3 ، صفحہ:148 ، حديث:4276۔