Naikiyon Me Hissa Milaiye

Book Name:Naikiyon Me Hissa Milaiye

اطمينان سره د شمع دان پۀ رڼا کښې کتاب ولولي. د مطالعې د ختميدو نه پس چې کله هٰغه صاحب خپل کور ته تشريف يوړو نو سلطان د خپل لښکر سره د هٰغه ځائے نه رخصت شو.

هُم پۀ دغه شپه يـې بخت رابيدار شو. د شپې چې کله اودۀ شو نو بخت يـې رابيدار شو، پۀ خوب کښې ورته د دواړو جهانوتاجدار، مکي مَدَني سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو او قربان شم! محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف يوه جمله ووئيله، اوئې فرمائيل: اے د ناصِرُ الدِّين سَبُکتِګين ځويه! زما د وارث (يعنې د عالمِ دِين) د خِدمت پۀ وجه الله پاک تۀ بخښلے يـې. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زما د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم...!! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د الله پاک پۀ فضل باندې زمونږه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژوندے هم دے، د خپل اُمَّت د حالاتو بلکې د زړۀ د خيالونو نه خبر هم دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دا هم معلومه وه چې محمود غزنوي د عِلمِ دِين خدمت کړے دے او دا ورته هم معلومه وه چې د محمود غزنوي پۀ زړۀ کښې د دريو خبرو نه د ځان خبرولو طلب دے، نو هُم پۀ يوه مبارکه جمله کښې يـې درې واړه خبرې حل کړې، (1): اوئې فرمائيل: اے د سَبُکتِګين ځويه! د دې نه سلطان ته پته ولګيده چې زۀ واقعي چې د سَبُکتِګين ځوي يم. (2): بيا يـې وفرمائيل: تا زما د وارث خِدمت وکړو. د دې نه هغوئي ته د رښتونې عقيدې د عالمانو پته ولګيده. (3): بيا يـې وفرمائيل: الله پاک تۀ بخښلے يـې د دې نه هغوئي ته معلومه شوه چې هغه بخښلے شوے دے. 

اُمّت کے حال سے وہ آگاہ ہر گھڑی ہیں                                      خوابوں میں آ رہے ہیں، بگڑی بنا رہے ہیں

سُبْحٰنَ اللہ! چې کوم خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوب کښې تشريف راوړي او


 

 



[1]... قلادۃ النحر فی وفیات اعیان الدہر، جلد:3، صفحہ:358 بتصرف۔