Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فيضان نصيب شو، د دې برکت وو چې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بے مثاله عِلم، عَمَل، تقویٰ نصیب شوہ، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ژبه به د حکمت خبرې جاري کيدلې او هغوئي په مَعرِفَتِ اِلٰھی (يعني د الله پاک په پيژندګلو حاصِلولو) کښې اوچتې مرتبې ته اورسيدلو۔ ([1]) * په رَجَبُ المُرَجَّب 110 هجرئ کښې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې دنيا نه سفر اوکړلو، د وِصال په وخت د هغوئي عمر مبارک 88 کاله وو۔ په بصره کښې د جُمعې د لمونځ نه پس د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه جنازه ادا کړے شوه په کومه کښې چې ډيرو خلقو شرکت اوکړو۔ ([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د عِلم رُعب او د عِبَادت نُور

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي عالِم، زاهد (يعني د دُنيا سره رغبت نه لرونکے)، ډير نيک، پرهيزګاره، عبادت کوونکے وو، د عِلمِ دِين رُعب او د عِبَادت نُور به د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مخ نه ځليدلو، تر دې پورې چې چا به هغوئي ليدلي نه وو نو بيا به ئې هم پيژندلو۔ يو ځل يو نا اشنا کَس بصرې ته راغلے، (کيدے شي چې هغه د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ذکر اوريدلے وو، ځکه) هغه د چا نه د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په باره کښې پوښتنه اوکړه نو هغه کَس اووئيل: جُمات ته لاړ شه! هلته چې داسې کَس اووينې چې د هغوئي په شان تا چرته هم نه وي ليدلے، بس پوهه شه، چې هم هغوئي امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے۔ ([3])


 

 



[1]... آداب الحسن البصری، صفحہ:23۔

[2]... سِیَرُ اَعْلام ِالنُّبَلاء، جلد:5، صفحہ:472-473 ۔

[3]... آداب الحسن البصری، صفحہ:24 ۔