Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

مونږ خندا کوؤ او زمونږ سره دا فِکر نشته چې که چرې د قيامت په ورځ الله پاک زمونږ د عملونو په باره کښې دا اوفرمائيل: چې لاړ شه ستا هيڅ عمل هم زما قبول نه دے (نو زمونږ به څه کيږي؟)۔ ([1])

الله پاک دې زمونږه د آخِرت فِکر نصيب کړي، کاش! چې مونږه پاخه رښتونې توبه کوونکي، ګناه پريښودونکي، نيکئ کوونکي او د سُنَّتو نه ډک، پاک ژوند تيروونکي جوړ شو۔

اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن  صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم

گر تُو ناراض ہوا میری ہلاکت ہو گی                                 ہائے میں نارِ جہنم میں جلوں گا یارَبّ!

آہ! طُغیانیاں گناہوں کی                                               پار نَیّا مِری لگا یاربّ!

نَفس و شیطان ہو گئے غالب                                        ان کے چُنگل سے تُو چُھڑا یاربّ!([2])

د الله پاک د ويرې نه د غمژن پاتې کيدو فضيلت

حضرت حَجَّاج بنِ دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيانوي: چې د حضرت حَکَم بن حَجل او د حضرت امام ابنِ سِيرِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهما په خپل مينځ کښې ډيره خوږه دوستي وه۔ کله چې حضرت امام ابنِ سِيرِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفات شو نو په حضرت حَکَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې غم ډير غالب شو۔ د صحت نصيب کيدو نه پس ئې يوه ورځ اوفرمائيل: ما په خوب کښې خپل ورور امام ابنِ سِيرِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ښه حالت کښې په يو محل کښې اوليدو او پوښتنه مې ترې اوکړه: اے وروره! زه تاسو په داسې حالت کښې وينم چې پرې خوشحاليږم خو دا خو


 

 



[1]...عیون الحکایات (مترجم)، جلد:1، صفحہ:52۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:79،85۔