Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

دغه وخت يو کَس احتياطاً څه اوبه په کوزه کښې کيښودې۔ په دې حرکت سره د کوهي د اوبو جوش يو دَم ختم شو۔ په دې باندې امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهاوفرمائيل: تا په الله پاک اعتماد اونکړو، دا د دې نتيجه ده۔

بيا د حج دا مبارکه قافله وړاندې روانه شوله۔ امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لارې نه څه کجورې راوچتې کړې او خلقو له ئې ورکړې، خلقو کجورې اوخوړلې، چې اوئې کتل نو د هغه کجورو هډوکي د سرو زرو وو۔ خلقو هغه هډوکي خرڅ کړل او د خوراک څښاک سامان ئې پرې واخستو او د هغې نه ئې صدقه هم ورکړه۔ ([1])

د بے يقينئ وبال

 خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره د کراماتو، د اوچت شان والا ولئ کامِل وو، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په لمونځ کښې د مشغوليدو په برکت سره د کوهي اوبه پخپله تر خُلې پورې راغلې او بره را اوختلې او د هغوئي د لاس مبارک لګيدو په برکت د کجورو هډوکي د سرو زرو شول۔ يقيناً د الله پاک نيک بنده ګان ډير د کمال نه ډک وي، * الله پاک دوئي ته اوچت شان هم عطا کوي، * دوئي له خپل نزدې والے هم ورکوي او * دوئي له خپل خاص انعامونه ورکوي او کرامات هم عطا کوي۔

اے عاشقانِ رَسُول! مونږ چې کوم حکايت واوريدو، په دې کښې زمونږ د پاره د زده کولو بلکه عملي طور په ژوند کښې د نافِدولو د پاره ډير زبردست مدني ګل دے۔ هغه دا چې اوګورئ! د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په کرامت د کوهي اوبه پخپله تر خُلې پورې راغلې او بره را اوختلې خو څنګه چې يو کَس بے يقيني څرګنده کړه، څه اوبه ئې بچ


 

 



[1]... تذکرۃُ الْاَوْلیَاء، صفحہ:40  خلاصۃً۔