Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

د دې خبرې نه مونږ خبر يو، منو ئې، د زړه  نه په دې يقين هم ساتو خو زمونږه د ژوند طرز داسې دے لکه مونږ ته چې ټول عمر په دې دُنيا کښې اوسيدل دي۔ آه! کاش۔۔۔!! چې زمونږه د آخِرت فِکر نصيب شي، کاش! چې مونږه د مرګ نه مخکښې د مرګ تياري کوونکي جوړ شو۔

کچھ نیکیاں کمالے جلد آخِرت بنالے                   کوئی نہیں بھروسا اے بھائی! زندَگی کا([1])

خلق په غفلت کښې دي

په 17 سيپاره، د سورۃ الانبياء په وړومبي آيت کښې ارشاد دے:

اِقۡتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُہُمۡ وَ ہُمۡ فِیۡ غَفۡلَۃٍ  مُّعۡرِضُوۡنَ ۚ(۱)  (پارہ17، سورۂ انبیا:1)

ترجَمۀ کنزُ العِرفان: د خلقو  حِساب رانزدې شو او دوئي په غفلت کښې مخ اړولے دے۔

سُلطان العارِفِين، حضرت شيخ سلطان باهُو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اے د دُنيا طلب ګاره! تا د الله پاک د محبت، د آخِرت د نعمتونو، د جنّت د هميشه پاتې کيدونکو د خوشحالو او د سکون نه د ډَک ژوند په بدل د دُنيا عارضي، فاني او عيش او عِشرت خپل کړو، تا له دا مشوره او تسلي چا درکړه چې تا داسې د نقصان سودا اوکړه، ستا د دُنيا دا ژوند څه دے؟ دا خو به داسې تير شي لکه څنګه چې په اوبو کښې پتاسه (د يو قِسم خواږه کوم چې د چينو نه جوړيږي) ويلي کيږي،  بيا به تا په تنګ او تيارۀ قبر کښې سملولے شي په کوم ځائے کښې چې به تۀ اړخ هم نشې بدلولے، بيا به مالکِ حقيقي يعني الله پاک ستا نه


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:187۔