Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

(3) د رَحمت اويا (70) دروازې:

صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي. ([1]) راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.

(4) د شپږ (6) لاکه دُرُودشریف ثواب

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ

صَلَاۃً دَ اۤ ئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْكِ اللّٰہِ

حضرت اَحْمَد صَاوِی رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل كوي: دا دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندې د شپږو (6) لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي. ([2]) راځئ چې په شريكه ئې اُووائيو.

(5) قُربِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ

يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر
 رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ تر مينځه كښينولو، په دې باندې صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُم حيران شو چې دا څوك ذِی مَرتبه [يعني اوچتې مرتبے والا] دے! چې كله هغه لاړو نو سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چې كله په ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسے ئې لوَلي. ([3]) راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو.


 

 



[1]...قَوْلُ البَدِیْع، باب ثانی، صفحہ:277۔

[2]...اَفْضَلُ الصلاۃ، صفحہ:149۔

[3]...قَوْلُ البَدِیْع،  باب اَوَّل،  صفحہ:125۔