Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

اوفرمائيل: بے شکه عِلمِ دِين د عزّت والا انسان شرافت زياتوي او غلامان د بادشاهانو په مجلسونو کښې کښينوي۔ ([1])

الله پاک دې مونږ له هم د عِلمِ دِين زده کولو او په اِخلاص سره په دې باندې د عمل کولو توفيق راکړي۔  اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن  صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم

زندگی ہو مِری پروانے کی صورت يا ربّ!

دور دنیا کا میرے دم سے اندھیرا ہوجائے عِلم کی شمع سے ہو مجھ کو محبّت یارَبّ!

ہر جگہ میرے چمکنے سے اجالا ہو جائے([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د کوهي اوبه تر خُلې پورې راغلې

يو ځل امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حج د پاره روان شو، څه خلق هم د هغوئي سره وو، په لاره کښې بعضې خلق سخت تږي شول، د اوبو څښلو د پاره کوهے اولټولے شو، کوهے خو ميلاؤ شو خو په هغه باندې پړے او بوقعه نه وه، اوس پريشانه شول چې د کوهي نه اوبه څنګه را اوباسي۔ نو ځکه ټول حالات د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې بيان کړے شول۔ هغوئي اوفرمائيل: چې کله زه په لمونځ کښې مشغول شم نو تاسو اوبه اوڅښئ۔ هم دغه شان چې کله هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په لمونځ اودريدل نو ناڅاپه د کوهي اوبه پخپله تر خُلې پورې راغلې او ټولو خلقو پرې سمه تنده ماته کړه۔


 

 



[1]... حلیۃ الاولیاء، جلد:6، صفحہ:185، رقم:8235۔

[2]... کلیات اقبال، بانگ درا، حصَّہ اوَّل، صفحہ:65۔