Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

نبيانو سلطان، سرورِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: یَدْخُلُ الْجَنَّۃَ اَقْوَامٌ اَفْئِدَتُہُمْ مِثْلُ اَفْئِدَۃِ الطَّیْرِ يعني جنّت ته به څه داسې خلق ځي د کومو زړونه چې به د مرغو د زړونو په شان وي۔ ([1])

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د مرغو په زړه کښې د الله پاک تَوَکُّل په اعلیٰ درجه وي۔ د دوئي په زړونو کښې ويره ډيره زياته وي، کينه، بغض په دوئي کښې نه وي۔ په کوم انسان کښې چې دا صِفتونه پيدا شي هغه به فرښته (صِفَّت) جوړ شي۔ ([2]) 

جو یقیں کی راہ پہ چل پڑے، انہیں منزلوں نے پناہ دی

جنہیں وسوسوں نے ڈرا دیا، وہ قدم قدم پر بہک گئے

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اوچتې مرتبې ولئ کامِل

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د وِلايَت ډيرې درجې دي، په دې کښې د ټولو نه اوچته درجه صِدِّيقيت ده۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! حضرت امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم په وِلايَت کښې د صِدِّيقيت په درجه باندې وو۔ روايت دے، چې يو ځل د مسلمانانو خوږې مور جانې حضرت عائشه صِدِّيقه طيبه طاهِره رَضِىَ اللهُ عَـنْها چې د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خبرې واوريدلې نو اوئې فرمائيل: مَنْ ہٰذَا الّذِی یَتَکلَّمُ بِکَلَامِ الصِدِّیْقِیْنَ؟ يعني دا څوک دے کوم چې د صِدِّيقينو په شان خبرې کوي؟


 

 



[1]...مسلم، کتاب الجنۃ … الخ، باب یدخل الجنۃ اقوام … الخ، صفحہ:1091، حدیث:2840۔

[2]... مرآۃ المناجیح، جلد:7، صفحہ:488 ۔ملتقطاً