Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

آؤ! * د شيطان سره جنګ کول او * نفسِ اَمَّاره مغلوب کول او * دنيائي، نفساني خواهشونه ځپل او * د مال محبت * د دُنيا محبت * حِرص * ليوالتيا وغيره ډيرې باطِني بيماريانې دا زهريله ماران د دې سره مقابله کول او په نيکو کښې مصروفه کيدل دا ګران کار دے۔ دې د پاره حيرانتيا په دې باندې نه ده چې هلاکيدونکے څنګه هلاک شو، حيرانتيا خو په دې باندې ده چې خلاصي موندونکي خلاصے څنګه بياموندلو۔

رَشک په چا باندې اوکړے شي۔۔۔؟

مونږ عام طور رَشک کوؤ، په چا باندې؟ * په مالدارانو باندې * چې لوئي لوئي ودانئ اووينو نو رَشک کوؤ * چې عالي شان کورونه، بنګلې اووينو نو رَشک کوؤ * چې د کروړونو روپو ګاډي اووينو نو رَشک کوؤ * چې غټ عهديداران اووينو نو رَشک کوؤ او * نن سبا د سوشل ميډيا دور دے، د چا فالورز (Followers) چې زيات وي، وِيوَرز (Viewers) زيات وي، په هغه باندې هم رَشک کولے شي * څوک چې ډير مشهور وي، په هغه باندې هم رَشک کولے شي۔

  حالانکه په دوئي باندې څه رَشک کول۔۔۔! * مال او دولت د الله پاک ورکړه ده، چاته کم ميلاؤ شو، چاته زيات، په دې کښې د مالدار څه کمال دے؟ * شهرت د الله پاک ورکړه ده، د مشهورې او معروفې هستئ په دې کښې څه کمال؟ هغه څه کارنامه اوکړه چې په هغه باندې رَشک اوکړے شي؟

آؤ! * کارنامه خو دا ده چې څوک سحر د بسترې آرام پريږدي، د نفس او شيطان مقابله کوي او  د سحر لمونځ د جَمعې سره ادا کوي * څوک چې د مال او دولت