Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تجارت پيشه وه

نقل دي: امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په شروع کښې د جواهراتو تجارت کولو، بيا هغوئي د دُنيا نه بے رغبتي اختيار کړه او هر وخت د قبر او آخِرت په تيارئ کښې مصروف شو۔

هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دُنيا نه بے رغبتي څنګه اختيار کړله؟ دا واقعه څه داسې وه چې يو ځل هغوئي د تجارت لړ کښې رُوم مُلک ته تشريف يوړلو، هلته هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه عجيبه نظاره اوليدله: په ځنګل کښې په يو ځائے کښې د ريښمو د اعلیٰ قِسم کپړې ښکلې خيمه جوړه ده او د خيمې نه ګير چاپيره وسله بند فوځيان ولاړ دي، دې فوځيانو په خپله ژبه کښې څه اووئيل او لاړل، بيا د مُلک لوئي لوئي عِلم لرونکي راغلل، هغوئي هم د خيمې په خوا کښې اودريدل او څه ئې اووئيل او لاړل، بيا د مُلک غټ غټ حکيمان، طبيبان او ډاکټران هلته راغلل، هغوئي هم د خيمې په خوا کښې اودريدل او څه ئې اووئيل، بيا لاړل، بيا بادشاه او وزير راغلل، دوئي هم لږ وخت د خيمې په خوا کښې اودريدل، څه ئې اووئيل او لاړل، امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا چې مې اوليدل نو زه ډير حيران شوم، ما د چا نه پوښتنه اوکړه چې دا څه معامله ده؟ هغه اووئيل: د بادشاه يو ډير ښکلے، ځلمے ځوي وو، هغه وفات شو، هغه په دې خيمه کښې دفن دے، هر کال چې کله د هغه د وفات ورځ راځي نو ټول هم دغه شان دلته راجمع کيږي، وړومبے فوځيان خيمي ته راځي او وائي: اے د بادشاه ځويه! که چرې د جنګ په ذريعه د مرګ مخه نيولے کيدے شوه نو مونږ به خپل سرونه په تلي کښې کيښودي وو او ته به مو بچ کړے وے، بيا د عِلم والا راځي او وائي: اے د بادشاه ځويه! که چرې د عِلم په ذريعه د مرګ مخه نيولے کيدے شوه نو مونږ به خامخا ته بچ کړے وے، بيا ډاکټران راځي او وائي: اے د بادشاه ځويه! که چرې د مرګ څه عِلاج ممکن وے نو