Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

مونږ به خامخا ستا عِلاج کولے، په آخِره کښې بادشاه او وزير راشي او وائي: ځويه! مونږه ستا د بچ کولو کوشش اوکړو خو څوک د مرګ مخه نيولے شي؟ اوس دې د راتلونکې کال پورې په تا باندې زمونږه سلام وي۔

د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په زړه باندې د دې واقعې ډير غټ اثر اوشو او هغوئي هم هغه وخت پوخ نيت اوکړو چې اوس به ټول عمر نه خاندم او تر څو پورې چې په دُنيا کښې يم د آخِرت په فِکر کښې به مصروفه يم۔ ([1])   

وہ ہے عیش و عشرت کا کوئی محل بھی                  جہاں تاک میں ہر گھڑی ہو اجل بھی

بس اب اپنے اس جہل سے تُو نکل بھی                یہ جینے کا انداز اپنا بدل بھی

جگہ جی لگانے کی دُنیا نہیں ہے

یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے

دا د خپل ژوند طرز هم بدل کړئ

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! څومره د عبرت خبره ده، واقعي! د مرګ نه د چا هم خلاصے نشته۔ مرګ به راځي، خامخا به راځي * که څوک مالداره دے او که غريب * بادشاه دے که فقير * که څوک نيک دے او که ګنهګار * تهجد کوونکے دے او که په لمونځونو کښې د سستئ ښکار * که څوک عهده لرونکے دے او که بے روزګاره، غرض: هر يو له مرګ راتلونکے دے، څوک هم د مرګ نه نشي بچ کيدے، په قرآنِ کريم کښې ارشاد دے:

کُلُّ نَفۡسٍ ذَآئِقَۃُ  الۡمَوۡتِ   (پارہ: 21، سورۂ عنکبوت:57)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: هر ژوندي ته د مرګ ذائقه څکل دي۔


 

 



[1]... تذکرۃُ الْاَوْلیَاء، صفحہ:34۔