Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

ايپلي کيشن په خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ۔ 

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بيان د ختمولو په لور بوځم او د سُنّت د فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ د رِسالت تاجدار، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                        جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

د رانجو پورې کولو سُنَّت او آداب

د آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک: په ټولو رانجو کښې بهترين رانجه اِثمد دي ځکه چې دا نظر روښانه کوي او بانړه راټوکوي۔ ([2])     

اے عاشقانِ رَسُول! د کانړي د رانجو په استعمالولو کښې هيڅ باک نشته او * تور رانجه يا کَجَل د ښائسته کيدو په نيت سره د نارينوو د پاره پورې کول مکروه دي او که چرې ښائست مقصد نه وي نو بيا مکروه نه دي * رانجه د شپې د اوده کيدو په وخت پورې کول سُنَّت عمل دے * د رانجو پورې کولو د 3 نقل شوؤ طريقو خلاصه ستاسو په خِدمت کښې وړاندې کوو: (1): کله په دواړو سترګو کښې 3، 3 سلايانې (2): کله په


 

 



[1]...تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔

[2]...ابن ماجہ، کتاب:الطب، باب:الکحل بالاثمد، صفحہ:566، حدیث:3497۔