Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

چې څه وخت پس ئې طبيعت ښه شو نو خلقو ترې پوښتنه اوکړه۔ اے ابُو سعيد! په تاسو څه شوي وو؟ اوئې فرمائيل ماته د دوزخيانو هغه درخواستونه راياد شول،کوم چې به هغوئي جنتيانو ته کوي: ([1])

اَنۡ اَفِیۡضُوۡا عَلَیۡنَا مِنَ الۡمَآءِ  (پارہ:8، سورۂ اعراف:50)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: چې مونږ له لږې اوبه راکړئ۔

په سخته ګرمئ کښې هم نفل روژې

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په سختو ګرميانو کښې هم نفلي روژې نيولې۔ الله پاک دې زمونږه هم د نفلي روژو نيولو توفيق نصيب کړي۔ د رَجَبُ المُرَجَّب مياشت تشريف راوړونکې ده، د رَجب مياشت او د شعبان مياشت د نفلي روژو د سپرلي موسم دے۔ په دې مياشتو کښې د نفلي روژو نيولو خاص فضيلتونه دي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول کښې د نفلي روژو نيولو هم ترغيب ورکولے شي بلکه د شعبه اِصلاحِ اعمال د لاندې د نفلي روژو تحريک چلولے شي، په کوم کښې چې په زرګونو خوش قِسمته د نفلي روژو نيولو سعادت حاصلوي، په ډيرو ځيونو کښې د پيشمني د اجتماعاتو هم انتظام کيږي۔

مونږ ته د رَمضَانُ المُبَارک روژې خو هم نيول دي ځکه چې فرض دي، نيت اوکړئ! چې د رَجَبُ المُرَجَّب او د شَعبَانُ المُعَظَّم په مياشتو کښې به د نفلي روژو نيولو هم پوره کوشش کوؤ۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!


 

 



[1]... بیٹے کو نصیحت، صفحہ:21۔